د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا افغانستان ته تللی


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا پرون د ډسمبر پر ۱۴ مه نېټه کابل ته ورسېد.
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا پرون د ډسمبر پر ۱۴ مه نېټه کابل ته ورسېد.

له امريکايي څخه خپريدونکې ورځپاڼې نيویارک ټايمز ليکلي چې په داسې حال کې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا د افغانستان په دوره دی، په دې هيواد کې امريکايي جنرال جان ايلين د افغان ځواکونو د روزلو لپاره د يو پلان خبره کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې په افغانستان کې د امريکا تر ټول لوی پوځي قوماندان ويلي چې د راتلونکې کال پلان به يې د افغان ځواکونو لپاره د امريکا اومتحدينو د پوځي روزونکو په ګمارلو ولاړ وي. د ورځپاڼې په وينا دا کار به په افغانستان کې د ناټو مستقيم جګړه ييز رول کم کړي او په پوځي عملياتو کې به د افغان ځواکونو د مشرولۍ په توګه رول زيات کړی.

د نيويارک ټايمز په دې رپورټ کې ليکل شوي چې جنرل جان ايلن دا هم ويلي چې غواړي د افغانستان په جنوب کې چې د وسله والو قوي مرکز ګڼل کيږي، خپل بريالیتوبونه لاپسې پراخ او پياوړي کړي. د دې ترڅنګ د پاکستان څخه مشرقي افغانستان ته د وراوښتونکو ياغيانو د مخنيوي لپاره ګامونه ډير او چټک کړي.

د جان ايلن دا خبرې افغانستان ته د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا د سفر پر مهال مخې ته راغلي.

ياده دي وي چې تيره مياشت د ناټو له خوا په مومندو کې د پاکستاني پوځيانو د وژلو پيښه امريکا ارادي نه ګڼي خو د پاکستان د حکومت او خلکو غصه يې راپارولي دي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په وينا له دغې پيښې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنخ په سرحدي سيمو کې ګډه همکاري پيچلي کړي ده.

ورځپاڼې ويلي چې جنرل ايلن د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني سره په ټيليفون خبرې کړي چې د امريکايانو له خوا د کړکيچ د ارامولو يوه هڅه ګڼل کيږي. نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جنرال ايلن له خولي ويلي چې په دې لړ کې يې پرمختګ محسوس کړی دی. د يادولو وړ ده چې پاکستان د ناټو په بمبارۍ کې د خپلو پوځيانو د وژلو په غبرګون کې پر سرحدونو د امنیت د ساتلو د همکاريوو له مرکزونو څخه خپل کسان ويستلي او په افغانستان کې يې ناټو ته سامان وړونکي ګاډي هم ودرولي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې د افغانستان په اړه د امريکايانو د پلان ترمخه به د راتلونکې کال تر سپتمبره پورې به په افغانستان کې اته شپيته زره امريکايي او اته ديرش زره د ناټو د نورو غړو هيوادونو پوځيان پاتې وي. دا وخت د افغانستان ټول امنيتي ځواکونه درې لکه او پنځه زره دي چې د راتلونکې کال تر آخره به درې لکه او دوه پنځوس زره شي.

د ورځپاڼې په وينا د جنرال ايلن د امريکايي پوځي روزونکو د زياتولو پلان به په راتلونکې کال کې پراخ کړل شي او په ۲۰۱۴ کال کې به بشپړ شي.
XS
SM
MD
LG