د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري د بري پته وغورځوله


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري

واشنګټن پوست په خپله مقاله کي ليکي چې د هر لوري د کورني سياسی فشار وروسته د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداری د علاج په خاطر دوبۍ ته ولاړی .

نو دا ګنګوسې خورې شوی چې نوموړی یا خو د پوځ له خوا له واک غورزول کيږي او يابيا تښتيدلی دی. خو دا هم يو حقيقت دی چې آصف زرداري د بينظير بهټو د بچيانو پلار او دا وخت ددې د وراثت محافظ دی نو نوموړي دې ته په پام سره په ډيره زغرده سره د خپل بري پته و غورزوله.

دلته څنګه آصف زرداري له هيواده ووتۍ هلته دده درويشت کلن زوی بلاول دپاکستان له وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني سره د پيپلز ګوند د مرستيال مشر په توګه ددې ګوند د لوړي کچي په غونډه کي پر کيمرو را ښکاره شو.

د واشنګټن پوسټ د څيړونکي له خولې وايې دا د آصف علي زرداری و ځواک ته داوږې ورکولو په لړ کي يو ګام وو او خپلو ملاتړو ته دا يقين ورکول وو چې نه پوځ او نه هم د ګوند دننه مخالفين د زرداری بهټو کورنۍ په آساني سره يوه طرف ته کولای شي.

ورځپاڼه وايې د بلاول بهټو زرداري عمر په انتخاباتو کی د مقابلي نه دی نو دده رول به تر يوه حده وي . خو د څيړونکو په وينا دده پلار او د هغه نږدې ملګري به له بلاول څخه په بحراني حالاتو کي خپله سياسی ګټه پورته کوي.

بل طرف ته د امريکا واشنګتن ټائمز ورځپاڼي د ايران له خوا د امريکا د ډرون د راکوزلو په اړه په خپله مقاله کي ليکي چې دا دواړو هيوادونو تر مينځ په سړه جګړی کي يو بل پرمختګ دی.

د ورځپاڼی په وينا د ډرون له راکوزولو سره د امريکا د نوري ډرون الوتکو په ممکنه توګه له ورته خطر سره د مخامخ کيدو پریشانه کوونکې پوښتني راپورته کيږي.

د ورځپاڼی په وينا ډرون الوتکه شاوخوا يو سل څلويشت ميله د ايران په سرحد کي دننه الوته او داسي انګيرل کيږي چې د ايران د ايټمي پروګرام په اړه يې معلومات را غونډول خو د ورځپاڼي په وينا چارواکو په دې اړه هيڅ نه دي ويلي.

واشنګټن ټائمز د ايران له لوري د ډرون د ډېټا يا معلوماتو د ترلاسه کولو دعوی تر پوښتنې لاندې راولي دا ځکه چې ورځپاڼه وايې کمپيوټر نظام ته داسې خفيه تاله لګيدلې ده چې ورته لاس رسی نه شي کیدی.

خو ورځپاڼه وايې داسي انګيرنه کيدای شي څه عقلي جواز ولري چې په ډرون کې ښايي داسي آلې لګول شوي وي چې کله له کنټرول وزي يا نيول کیږی نو هغه پکې موجود معلومات تباه کړي.

ورځپاڼه وايې که چيرته ايرانيانو ډرون په داسي حال کي کنټرول کړی او کوز کړی وي چې مهم نظام يې روغ رمټ وي نو دا بيا د امريکا تر ټولو لويه ناکامي ده.

د امريکا ولسمشر باراک اوبامه د دوشنبې پر ورځ ويلي وو چې امريکا ته دي ډرون الوتکه بيرته ورکړل شي.

د ورځپاڼي په خبره ايران به لږ تر لږ د ډرون د جوړولو هڅه وکړي.

واشنګټن ټائمز په پاي کي ليکي ددې که هره نتیجه راوزي خو دا د يوداسي حکومت لپاره يوه غير متوقع ګټه ده چې دا وخت مخ په زياتيدونکي فشار سره مخامخ دی . ددې ترڅنګ دا د امريکا لپاره هم يو پيغام دی چې د هيواد ملي امنيت بې د څارني يا خپل سر ته نشي پريښودل کيدای.
XS
SM
MD
LG