د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیویار ک ټایمز د شمسي اډې او د کابل بانک د مشر په اړه لیکنې کړې



نیویارک ټایمز ورځپاڼه د پاکستاني پوځ په اړه په خپله یوه مقاله کې لیکي د امریکا استخباراتي ادارې سي آی اې په پاکستان کې هغه هوايي اډه خالي کړې چې ددغه هیواد په قبایلي سیمو کې د وسله والو پرضد د ډرون بریدونو لپاره استعمالیده.

دورځپاڼې په وینا د امریکا د دفاع وزرات پېنټا ګون او د ولسمشر باراک اوبامه د حکومت چارواکي د شمسي ایر بیس د خالي کولو د اقدام په اړه د څه ویلو نه ډډه کوي. خو دغه ورځپاڼه بیا د نوم نه ښودلو په شرط د یو جګ پوړي امریکايي چارواکي له خولې لیکي د یادې هوايي اډې په خالي کولو سره به په پاکستان کې د تره ګرۍ خلاف املیات ونهودریږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه ددغه چارواکي له خولې زیاتوي چې امریکا د القایده ډلې او ددې د پلویانو پرضد د جګړې پوره توان لري او ددوي پرضد املیات به دوام لري. که څه هم امریکايي چارواکي په څرګنده توګه د هغه اورپکو ، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټن ځایونه لري، او افغانستان کې بریدونه کوي، پرضد د ډرون بریدونو په اړه د څه وییلو نه ډډه کوي خو د شمسي هوايي اډې نه د املیاتو کچه وروسته له هغې را ښکته شوې کله چې د مۍ په میاشت کې د امریکا د سمندري ځواک سر تېرو د اسلام آباد سره نزدې په ایبټ آباد کې د یوې چاپې پرمهال د القایده مشر اسامه بن لادن اووژلو.

افغانستان د ډرون بریدونو لپاره په افغانستان کې هم اډې لري.
بلخوا هم د نیویارک ټایمز په بله یوه مقاله کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغان چارواکو په بډو رشوتو نو کې د لاس لرلو لپاره بهرنیان ذمه وار ګرځولي دي او غوښتنه یې کړې چې امریکا دې د افغانستان د مرکزی بېنک پخوانې مشر قدیر فطرت دې دوي ته وسپاري.
ورځپاڼه لیکي قدیر فطرت دا وخت د امریکا په ورجینیا ریاست کې اوسېږي. نوموړی هغه وخت له افغانستانه وتښتېدو کله چې په کابل بېنک کې دده پرضد تورونه رامنځ ته شو.

دورځپاڼې په وېنا په دغه کېس کې دولسمشر کرزي او مرستیال ولسمشر مارشل فهیم د وروڼو نومونه هم شامل دي. او که څه هم ددغه دواړو ترڅنګه د کابل بېنک ځینې نور چارواکي په افغانستان کې موجود دي خو ددوی پرضد هېڅ کاروايي نه ده شوې.

د ورځپاڼې په وېنا یوشمېر غربي سفارتکار او چارواکي وايي چې دوی د ولسمشر حامد کرزي په دغه بیان مایوسي څرګنده کړې د کوم ترمخه چې ښاغلي کرزي یو وار بیا په خپل هیواد کې د درغلیو او بډو رشوتونو ذمه واري زیاتره په نړیوالو اچولې ده.

دورځپاڼې په وېنا که څه هم دې کې شک نشته چې ځنې بهرنیان تر یو څه حده په بډو رشوتونو کې لاس لري خو دوی له افغانانو سره په شریکه ذمه وار دي او د کابل بېنک په کېس کې ترلږه حده لاس لري.
XS
SM
MD
LG