د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان ټرانزیټ ټرېډ ته له سره کتنه کوي


 افغانستان ته د مالونو لویه برخه د پاکستان له لارې ځي
افغانستان ته د مالونو لویه برخه د پاکستان له لارې ځي

د پاکستان د انګریزي ژبې دوو ورځپاڼو لکه ډان او ایکسپریس ټربیون د پاکستان او فغانستان تر منځ د ټرانزټ ټرېډ تړون په اړه رپوټونه خپر کړي دي. رپوټونه لیکي چې پاکستان په داسې وخت کې چې افغانستان ته د تلونکو نېټو ټېنکرو مخه یې نیولې ده ، اوس له افغانستانه سره د ټرانزټ ټرېډ تړون ته هم له سره کتنه کوي. د رپوټونه له مخې د دې بیا کتنې لامل دا دی چې نېټو له دې تړونه ګټه اخلي.

ورځپاڼه ایکسپریس ټربیون لیکي ، پاکستان لومړی له امریکا او نېټو سره ملګرتیا ته د له سره کتنې پرېکړه وکړه او اوس بیا وايي چې له افغانستانه سره به هم د ټرانزټ ټرېډ تړون ته له سره کتنه کوي.

ورځپاڼه لیکي ، پاکستاني چارواکي فکر کوي چې د افغانستان له ټرانزټ ټرېډ تړونه تر هغه وروسته مخ اړول کیږي چې کله پاکستان د نومبر پر شپږویشتمه نېټه د مومندو په قبایلي سیمه کې د نېټو تر برید وروسته هغوی ته د سامان وړونکو ټېنکرو مخه ونیوله.

ډان ورځپاڼه د پاکستانیو چارواکو له خولې لیکي ، چې د تورخم او چمن د لارو تر تړلو وروسته د افغان ټرانزټ ټرېډ په نامه تر نېټو پورې سامانونه ور رسول کیږي.

ایکسپریس ټربیون لیکي ، د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر چارواکو د تړلو دروازو تر شا د سېنټ غړو ته وویل چې حکومت اوس په جدي توګه له افغانستان سره د ټرانزټ ټرېډ تړون شرایطو ته کتنه کوي.

ورځپاڼه د یوه چارواکي له خولې لیکي چې له دې تړونه د ناوړې استفادې په اړه تر رپوټونو وروسته دوی پرېکړه کړېده چې د همکارۍ شرایطو ته له سره کتنه وکړي.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې لیکي چې د پاکستان له لارې د نېټو لپاره د تلونکو سامانونو له کبله د دې ملک اقتصاد ته د د ګټې یا ریونیو په مد کې پنځه پنځوس اربه روپۍ زیان اوښتی دی.

ورځپاڼه پر مخ ليکي چې بل پلو د پاکستان د مواصلاتو وفاقي وزیر ډاکټر ارباب عالمګیر په دې وروستیو کې سېنټ ته وویل چې له کراچۍ څخه د چمن او تورخم له لارو په افغانستان کې د نېټو لپاره سامان وړونکو درنو درنو ټېنګرونو پاکستانیو سړکونو ته د څلوېښت اربه روپیو زیان اړولی دی.

ورځپاڼه لیکي چې په سېنټ کې د ملي امنیت کمېټۍ ته دنده ورکړل شوې ده چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې دي له امریکا سره د ملګرتیا لپاره د نویو شرایطو په اړه وړاندیزونه ورکړي.

ایا پاکستان د نړیوال قانون له مخې په وار له مخه لاس لیک شوي افغان ټرانزټ ټرېډ کې بدلون کولای شي او که نه؟

ورځپاڼه د دې پوښتنې په ځواب کې د یوه نړیوال قانونپوه عمر فاروق چودري له خولې لیکي چې ملي ګټو ته په کتو سره هر ملک کولای شي چې په داسې تړون کې بدلون وکړي.

عمرفاروق چودري پر مخ ویلي چې پاکستاني چارواکي خپلو افغان ملګرو ته ویلای شي چې ستاسو د سامان تازه غوښتنې فطري نه دي او زموږ په فکر له دې تړونه په ناسمه توګه کار اخیستل کیږي.

خو دا لا تر اوسه نه ده په ډاګه چې افغان چارواکي د ټرانزټ ټرېډ تړون د نېټو د ځواکونو لپاره د استعمالېدو او یا نه استعمالېدو په اړه څه وايي.
XS
SM
MD
LG