د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د ښاروالۍ چارواکی شیرعالم خان ووژل شو


د کندهار ښار د څلورمې ناحيې يا سيکټر د ښاروالۍ مدير نن سهار په يو وسله وال بريد کی ووژل شو.

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي ددغه بريد په اړه وايي چي د څلورمې ناحيې مدير شېر عالم خان نن سهار له خپل کوره دفتر ته روان وو چې د ارګ بازار په سيمه کې پرې ناپېژندل شويو وسله والو ډزي وکړي.

د کندهار پوليس وايي چي د ناپيژندل شوو وسله والو د نيولو لپاره پلټنې کوي خو تر اوسه پورې يې څوک نه دي نيولي.

په کندهار کې څو مياشتې مخکي د هدفي وژنو لړۍ تيزه شوې وه، خو د څه مودې آرامۍ وروسته دا اولنۍ پېښه ده.په دغه ولایت کې په بیا بیا د وسله والو طالبانو لخوا حکومتي چارواکي او ولسي مخور کسان په نښه کېږي.
XS
SM
MD
LG