د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات کونډې د حکومتي مرستو په تمه دي


د سوات جګړې او سیلاونو ځپلې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره مرستو ته په خپل وار ناستې دي
د سوات جګړې او سیلاونو ځپلې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره مرستو ته په خپل وار ناستې دي

رپوټ : نيازاحمدخان سوات


دسوات سيلګريزه سيمه مرغزار چې په لسګونه کلې لري،په تيروختونوکې له تره ګرۍ او بيا دسيلابونوله عمله سخت اغيزمن شوي وو.په دوی کې لوی شمېر د هغه ښځو دی چې مېړونه یې په جګړو او ترهګرۍ کې وژل شوي دي او یا یې هم په سیلاونو کې کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

له دغو اغېزمنو کورنیو سره د مرستې په توګه د مرغزار کوکړۍ سيمه کې
د پاکستان ريډکريسنټ سوسایټي خیریه اداره د سوات جګړې او سیلاو ځپلو میرمېنو ته مرستې وېشي.
د پاکستان ريډکريسنټ سوسایټي خیریه اداره د سوات جګړې او سیلاو ځپلو میرمېنو ته مرستې وېشي.
د روانې ډسمبر میاشتې په اتمه نېټه بيزې تقسيم کړې. په دغه موقع له ۷۰ څخه سيوا کونډې اوبې وسه ښځو فریاد کاوو چې دوی ته لوی زيانونه رسېدلي دي اوحکومتي اداروو ورسره د پام وړ مرستې نه دي کړي.

په دغو کونډو کې یو هم ۲۸ کلنه ګل مینه وه دا وايي دوه کاله وړاندې یې خاوند له کورد سودا اخیستو لپاره وتلی چې پاکستاني پوځ په ډزو کې ووژل شو.ددې په خبره چې اته ورځ وروسته یې پته ولګېده چې پوځيانو خاورو ته سپارلی وو.دا وايي درې ماشومان لري او یوازې د خلکو په مرسته او مدد ژوند تېروي.

يوې بلې کونډې بخت رڼا وويل چې څلورکاله وړاندې یې خاوند وژل شوی او د هغه مړی یې نه دی لیدلی..شپږ ماشومان لري او د هغوی د ساتنې لپاره په خپلو دوو لاسونو خواري کوي چې خپل ماشومان پرې وساتي او د کور کرایه وګټي. خو داو وايي چې نه د خپلو ماشومانو ضرورت پوره کولای شي او نه هم د کور کرایه په وخت پرې کولای شي.دوه میاشتې کېږي چې د کور کرایه مې نه ده ورکړې.

يوبلې ښځې بیا خپل خوالۍ له مشال ریډيو سره دغه ډول شرېک کړ.دا وايي چې کور یې سیلاونو وړی دی او بې له چار دیوارۍ د خپل کور په شاړه ځمکه ورځې شپې سبا کوي.دا وایي پيغلې لوڼه لري یوه یې کونډه لور ورسره اوسېږي.او د هغې هم دوه ماشومان دي او اوس هم د حکومتي مرستې په تمه دي چې څه وخت به ورورسېږي.

دسوات ريډکريسنټ سوسایټي مشر يوسف خان وویل چې دوی په دې سيمه کې سروې کړې ده چې دده په خبره حکومتي مرستې د نېشت برابرې دي،نو ځکه دوی له دغه بې وسه خلکو سره د مرستې لپاره بيزې ورکړې چې پۍ ترې حاصیلې کړي.او لږ یې ژوند هوسا شي.

دسوات بيت المال دفتر یوه چارواکی وايي چې حکومت له بې وزله او بې وسه کورنیو سره میاشتنۍ مرسته کوي اوورته دبې نظيرانکم سپورټ پروګرام لاندې هم مرستې ورسره کېږي خو متاثره شوی خلک وايي چې حکومتي مرستې یوازې بااثره خلک ته ميلاوېږي اوڅوک چې ليک لوست کولای شي هغوي يي ترلاسه کوي اودوی له مرستو بې برخې دي.
XS
SM
MD
LG