د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو نړیواله ورځ او بلوچستان


یو بلوڅ ماشوم د بشري حقونو د نړیوالې ورځې پر مهال د خپل ورک پلار انځور په لاسو کې اخیستی، لاریون کوي
یو بلوڅ ماشوم د بشري حقونو د نړیوالې ورځې پر مهال د خپل ورک پلار انځور په لاسو کې اخیستی، لاریون کوي
خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- په داسې حال کې چې د ډیسمبر لسمه نېټه په ټوله نړی کي د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، د بشري حقونو د پاکستان څانګي له خوا د بلوچستان په حالاتو بیا هم د اندېښنې څرګندونه شوې.

یادې ادارې، پر خپله انټرنیټي پاڼه د بلوچستان له خلکو سره د يو والي لپاره يو خصوصي اعلان هم خپور کړی.

د بشري حقونو د ادارې له خوا په دې اعلان کي ویل شوي، د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې له بشري حقونو سرغړونه کېږي.

په دې بیان کې لومړی د ورکو شویو بلوڅانو د خرابو شویو مړو ذکر شوی دی.

بیان وايي تر اوسه په دې صوبه کې ۲۲۵ خراب شوي مړي میندل شوي.

پر انټرنېټي پاڼه په دې اعلان کې د فرقه ییزو هدفي وژنو هم ذکر شوی، چې د دوی په وینا تر اوسه د اهل تشیع د مسلک ۸۰ کسان په دې کې وژل شوي.

له دې سره د هغو هدفي وژنو هم ذکر شوی چي په کې له پنجاب صوبې سره اړه لرونکي کسان، ښوونکي او سیاسي کارکوونکي وژل شوي دي.

د بشري حقونو په دې اعلان د سیاسي کارکوونکو په وژنه دبلوچستان نیشنل ګوند مرکزي غړي لیاقت شاهواني مشال ته وویل:

((اصل خبره دا ده چې سیاسي کارکوونکي هغه قوتونه وژني، چې په سترګو نه ښکاري. د هغوي ځواب هیڅ څوک هم نشي کولای.))

​ډېری بلوڅ سیاستوال په بلوچستان کي د ناامنۍ ذمه واره د پاکستان اسخباراتي ادارې بولي.

او د پښتونخواملي عوامي ګوند عبدالرحیم زیارتوال يې هم ذمه واره همدا قوتونه یادوي.

بلي خوا ته د شنبې پر ورځ، غرمه مهال، د ګڼ شمېر لادرکه بلوڅانو کورنیو په کوټه کې لاریون وکړ.

د لادرکه بلوڅانو کورنۍ وايي د بشري حقونو نړیواله ورځ د تورې ورځې په حیث لمانځي.

لاریون کوونکو ته په خپلو خبرو کي د لادرکه بلوڅو د کورنۍ يوې میرمن وویل:

((نن په بلوچستان کي د پاکستان ځواکونه د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي چي لا هم جاري دي. هره ورځ بلوڅ ځوانان لادرکه کېږي. او بیا يې په دشتو کي مړي موندل کېږي. دا وخت شاوخوا ۱۴ زره بلوڅ لادرکه دي.))

که څه هم ډېری سیاستوال د بلوچستان د نا امنۍ تور په استخباراتو لګوي خو د بلوچستان د حکومت ویاند او صوبايي وزیر علي مدد جتک بیا دا ټول تورونه ردوي.

پر دې سر بېره چې سیاستوال يې ذمه واره استخباراتي شبکې بولي.

د بشري حقونو لخوا په خپاره شوي اعلان کې د دې صوبې د مطبوعاتو هم ذکر کړی چې د بشري حقونو په دې سرغړونه چوپ پاتې دي.
XS
SM
MD
LG