د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حکومت سره د سولې خبرې روانې دي: مولوي فقیر


د پاکستان وسله والو طالبانو د دې هیواد امنیتي سرتېري په کتار کې ودرولي دي او وژني یې. دا پېښه په دیر کې شوې وه
د پاکستان وسله والو طالبانو د دې هیواد امنیتي سرتېري په کتار کې ودرولي دي او وژني یې. دا پېښه په دیر کې شوې وه
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ
- د پاکستان د قبایلي سیمې باجوړ د طالبانو یوه مشر مولوي فقیر د دې هیواد له حکومت سره د سولې د خبرو پخلی کړی دی.

له رویټرز خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې په باجوړ کې د تحریک طالبان پاکستان دې مشر ویلي، له اسلام اباد سره د سولې بهیر په سمې خوا روان دی.

هلته د پاکستان چارواکو په ښکار نه دي ویلي چې ایا له وسله والو طالبانو سره د دوی خبرې روانې دي که نه؟

خو موده مخکې د پاکستان د پوځ یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې له طالبانو سره خبرې پیل شوې دي.

د سپټمبر د میاشتې په آخر کې د پاکستان حکومت د ټولو ګوندونو غونډه ور بللې وه او د دې غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک خپور شو چې په کې ویل شوي ول، ((سولې ته دې موقع ورکړل شي)) او دا چې له وسله والو سره دې خبرې پیل کړل شي.

په تېر مهال کې، له وسله والو طالبانو سره د پاکستان د دولت د سولې تړونونه ناکامه شوي دي.
XS
SM
MD
LG