د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې سیګرېټیان ډېر شوي دي


نقیب الله متونال - خوست

خوست ځينې اوسېدونكي وايي چې په دغه ولايت كې ډېری ماشومان د سګرېټو په نشه د اخته كېدو په حال كې دي.
د دې ولايت اوسېدونكي په سګرېټو او نورو نشو د ماشومانو روږدېدنه، په کورونو کې د ماشومانو په وړاندې د سګرېټو او نورو نشه یې توکو استعمال یا هم د مشرانو لخوا په ماشومانو باندې له دوکانونو څخه د سګرېټو او نسوارو راوړل بولي.

که څه هم په خوست کې د نورو ولایتونو په څیر نشه یې توکې نه کرل کیږي، خو پر دې لاره د قاچاق وړونکو لخوا د نشه یې توکو وړل او رواړل د دې علت شوي، چې ډېری ځوانان نه یوازي په سګریټو، بلکې په چرسو او نورو نشه یې توکیو هم روږدي شي.خو د خوست ځيني اوسېدونكي په سګرېټو او نورو نشو د ماشومانو روږدېدنه، د کورونيو له خوا د ماشومانو نه څارنه او د ماشومانو په وړاندې د سګرېټو او نورو نشه یې توکو استعمال بولي.

د خوست په ښار كې يو تن دوکاندار احمد ګل وایي، چې ډېری ماشومان او ځوانان د خپلو نورو ملګرو چې په نشه روږدي وي په دې عمل لاس پورې كوي، ځکه دوى فکر کوي چې دا ښه کار دى .
نوموړی زیاتوي :(( کله چې یو څوک داسې یو ملګری ولري چې سګرټ څکوي، نو دی هم د خپل ملګري په شان د سګرټو څکولو ته مخه کوي، خو وروسته بیا په اسانۍ سره سګرېټ نه شي پرېښوداى.))

د خوست د متون اوسېدونكي محمد ابراهیم په سګرېټو او نورو نشو د ماشومانو روږدېدنه، په کورونو کې د ماشومانو په وړاندې د سګرېټو او نورو نشه یې توکو استعمال یا هم د مشرانو لخوا په ماشومانو باندې له دوکانونو څخه د سګرېټو راوړل بولي.
د ى وایي: ((په دې کې د کور مشران ډېره برخه لري، کله چې له دوی سره نصوار يا سګرېټ ختم شي، نو دوی بیا خپل کوچني ورور یا زوی د کلي یو دوکان ته لېږي، څو دوى ته سګریټ رواړي، چې دا کار نوموړی ماشوم دې ته هڅوي چې سګريټ د ځان لپاره پټ او بيا ویې څکوي)).

دخوست د نيازيواوسېدونکی ۵۰ كلن حاجي صابر خان، چې د سګرېټو له امله په ناروغيو اخته شوى وايي د شلو کالو په عمر به وم چې د سګریتو په څکولو مې شروع وکړه، په ډېرو ناروغيو يې اخته كړم.
نوموړى زياتوي: (( سګرېټو د نفس تنګۍ ناروغي راته پيدا كړه، اخېر مې دا عمل پرېښود او اوس نور ځوانانو ته هم دا وايم، چې له دې ناوړه عمل څخه لاس واخلي، کنه ژوند به مو تباه شي)).

د خوست د ملکي روغتون يو تن ډاکټر محمد عارف تڼى وايي چې د سګرېټو استعمال انسان ته د سږو او شونډو سرطان یا کنسر او نورې مرګوني ناروغي پیدا کوي او له دې امله ماشومان ډير زيانمن کيږي.

ډا کټر محمد عارف زیاتوي: (( د سګریټو استعمال نه یوازي هغه چاته زیان رسوي، چې په خپله یې استعمالوي بلکې له ده سره، چې څوک نږدي ناست وي، په تېره بيا ماشومان زيات ترې اغېزمن كېږي او په ضرر يې تمامېږي.))

په خوست کې د نشه اي توکو سره د مبارزې رياست چارواکيو په خبره، چې دا مهال په خوست کې د په نشه روږدو کسانو شميره څلويښت زرو ته رسيږي، چې ډيرى يې په نسوارو، سګريټو او چرس څکولو عادت دي.
XS
SM
MD
LG