د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې چاودنې ۲۴ تنه مړه او ژوبل کړل.


د هیلمند تاریخي دروازه
د هیلمند تاریخي دروازه

سید شاه سقیم - کندهار

امنيتي چارواکي وايي چې چاودنه نن غرمه د دولسو بجو په شا و خوا کې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې له عامو وګړو په يو ډک موټر شوې ده چې له امله يې تر اوسه پورې نولس تنه مړه او پېنځه نور ژوبل شوي دي .

د هلمند د والي وياند داوود احمدي مشال راډيو ته وويل چې :

د سړک پر غاړه يو ځاى پر ځاى شوى ماين له لښګر ګاه څخه سنګين ولسوالۍ ته په روان موټر چاودېدلى چې نولس تنه يې وژلي دي .

دى وايي په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .

(( چاودنه نن د دولسو بجو په شاو خوا کې په يو موټر چې له لښکر ګا څخه سنګين ته روان وو شوې ده. په پېښه کې زمونږ نولس تنه بې ګناه هېواد وال وژل شوي او پېنځه نور ژوبل دي. په مړو شويو او ټپي شوي کسانو کې ښځې ، سپين ږيري او ماشومان هم شامل دي ))

احمدي وايي چې چاودنه د وسله والو طآلبانو د ښخ شوي ماين د چاوېدو له امله شوې خو تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .

ها خوا بيا په روزګان ولايت کې هم د ياد ولايت د ملي امنيت په مدير چاودنه شوې ده چې له امله يې د امنيت مدير محى الدين او څو ملګري يې ژوبل شوي د ي.

د روزګان د امينه قومندانۍ وياند فريد عايل وايي چې چاودنه په يو موټر سايکل کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاوېدو له امله شوې ده .

دوې ورځې وړاندې هم په روزګان کې پر عامو وګړو د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى ماين چاودېدلى وو چې له امله يې څلور ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون پکې اوو تنه نور ژوبل وو .
XS
SM
MD
LG