د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له پاکستاني حکومته د سختدریځۍ ختمولو تمه نشته."


د پاکستان په بازارونه کې د تندلارو او هغه ډلو چې حکومت ترهګرې ګرځولې د هغوی د مشرانو تصویرونه په ډاګه پلورل کېږي
د پاکستان په بازارونه کې د تندلارو او هغه ډلو چې حکومت ترهګرې ګرځولې د هغوی د مشرانو تصویرونه په ډاګه پلورل کېږي

خودي د روشن فکره مسلمان ځوانانو يو داسي تنظيم دی چي په پاکستان کي د سخت دريځۍ د ختمولو او د اسلامي منځلاريتوب درس ورکوي. دا تنظيم له پاکستاني حکومته هيله نه لري چي اسلامي تند لاريتوب ته به د پای ټکی کښيږدي، په همدې خاطر دوی هڅه کوي چي د بېلا بيلو سېمينارونو او غونډو له لاري د ټولني ځوانانو ته د روشن فکره او منځلاري اسلام درس ورکړي.

دوی د کمپيوټرونو، مالوماتي فلمونو او د تاريخي مثالونو په ورکولو سره ځوانان په دې پوهوي چي سخت دريځي د ټولني لپاره يو لوی خطر دی خو په پوهنتونونو کي د ځينو سخت دريځه لوستونکو له مخالفت سره هم مخامخېږي.

بلخوا ته امريکا او غربي هيوادونه پر پاکستان له ډېره وخته ټينګار کوي چي د سخت دريځۍ مخنيوی وکړي خو کره کتونکي په دې نظر دي چي پاکستاني مشران په دې کي پاته راغلي چي په دغه اېتمي طاقت لرونکي هيواد کي د کليوالو سيمو ملايان او د سکول استادان د سخت دريځۍ له درس ورکولو راورګرځوي. خودي تنظيم د دې ډول مشکلاتو د مخنيوي لپاره مبارزه کوي.

دا تنظيم په ۲۰۱۰م کال کي د يو نړيوالي سخت دريځي اسلامي ډلي د پخواني غړي ماجد نواز لخوا جوړ کړل شو. ماجد نواز پاکستاني نژاده بريتانوی دی چي له کلونو راهیسې یې له اروپا نيولې بيا تر مصره پوري ځوانان د غربي ډيموکراسۍ په ضد د يو واحد اسلامي ملت د جوړلو لپاره را پارول. خو له خپلو ځينو ملګرو سره تر سياسي بحثونو وروسته ماجد نواز پرېکړه وکړه چي نور به په پاکستان غوندي محافظه کاره هيواد کي د منځلاريتوب تبليغ کوي چيري چي آزاد خياله او پوهان په کمزوري حالت کې دي.

که څه هم خودي خپل پېغام په يو شمېر پاکستاني پوهنتونونو کي خور کړی دی خو مشران يې وايي چي د دې اغېز کلونه غواړي. په پاکستان کي د آزاد خياله نوم اخیستل يو لويه ستونځه وي ځکه چي دغه يو غېر مذهبي حرکت ګڼل کيږي او ځيني خو بيا پر دغو آزاد خيالو د کفر ټاپه هم لګوي.

۳۴ کلن ماجد نواز وايي چي دوی د جمهوري غورځنګونو يو ډله جوړول غواړي. دی زياتوي، په پاکستان کي په ځانګړې توګه کار کول ډېر ګران دی ځکه چي هر هغه څوک چي د ډيموکراسي يا جمهوريت نوم واخلي نو سمدستي د غربيانو د ګوډاګي ټاپه پر ولګول شي.

خودي تنظيم په دې باور دی چي په پاکستان کي يوازي آزادانه او منصفانه انتخابات کافي نه دي بلکې تندلاريتوب بايد له مينځه ولاړ شي ځکه چي مذهبي سخت دريځي خلګ دې ته نه پرېږدي چي د بيان او د ټولنو د آزادۍ غوندي کارونه پر مخ پريږدي. د نوموړي په وينا دوی هڅه کوي چي پر ځوانانو کار وکړي ځکه چي د پاکستان د آبادۍ ۶۰ فيصده برخه هغه ځوانان دي چي عمرونو يې تر ۲۵ کلونو کم دي.

خودي تنظيم دا وخت د آتو انتظامي کمېټيو د غړو تر څنګ څه باندي پنځه زره رضا کاران لري چي خپل فکر د يو ټولنيز بدلون په توګه استعمالوي.

د پاکستان باني محمد علي جناح په ۱۹۴۷م کال کي پارليمان ته په خپله لومړۍ وينا کي د مذهبي زغم غوښتنه وکړه. ۲۲ کلنه نفيسه علي چي د دې تنظيم يوه غړې ده وايي چي له پاکستانه بايد د جناح پاکستان جوړ کړل شي چيري چي د سخت دريځۍ او تندلاريتوب لپاره هيڅ ځای نه وي.
XS
SM
MD
LG