د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پر راتلونکې د بون نړویاله غونډه


 د افغانستان پر راتلونکې د بون نړویاله غونډه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بون په غونډه کې نړيوالې ټولنې د افغانستان سره د اوږ مهاله مرستو ژمنه وکړه. په غونډه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له نړیوالوغوښتنه وکړه چې په دوه زره څوارلسم کال کې دافغانستان نه نړیوال ځواکونه ووځي خو نړیوال دې تر راتلونکو لسو کلونو پورې دافغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په بون کې ترغونډې وروستو ولسمشر کرزي خبريالانو ته وويل ،چې د دوی له هیلو سره سم یې د کنفرانس نتیجې ولیدلې. د بون په غونډه کې امريکا او نورو هيوادونو له افغانستان سره د خپلو مرستو جاري ساتلو ژمنه وکړه خو په کابل يي غږ وکړ چې په هيواد کې دې سياسي اصلاحات راولي او د مفاهمت لاره دې خپله کړي. د جرمني په بون ښار کې ترسره شوې دې يوه ورځنۍ غونډه کې شا وخوا د سل هيوادونو او نړيوالو ټولنو استازو ګدون وکړو. خو پاکستان په مومندو ايجنسۍ کې د ناټو د هوايي بريد لوجې د دې غونډې څخه بايکاټ کړې وو.

XS
SM
MD
LG