د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان باید د تېر په څېر هېر نشي "


پاکستاني خبریال او سیاسي کارپوه احمد رشید
پاکستاني خبریال او سیاسي کارپوه احمد رشید
لیکنه: احمد رشید

د بن په کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون د افغانستان او سیمې روانه لانجه ډیره پیچلی کړې او دا د یوه دومداره کړکیچ نښه ده. دا خبره د انګلستان چاپ ورځپانې فايننشل ټایمز کې پاکستاني خبریال او سیاسي کارپوه احمد رشید لیکلې ده.

د افغانستان او سیمې په اړه په دې وروستیو کې نړیوال کنفرانسونه په دې نه دي بریالي شوي چې کوم پرمختګ رامنځته کړي.

دا اوونۍ د بون په کنفرانس کې د پاکستان د نه ګډون له فیصلې سره په نړیواله سطح داسې یوه اجماع رامنځته شوه چې له دې سره اوس مهال حالات لا سخت او په سیمه او افغانستان کې د یوه نه ختمیدونکی کړکیچ خطر شته .

د امریکا د بهرینو چارو وزیرې هلیري کلنټن په دې وروستیو کې په دې باب د خپل هیواد تګلاره په درېيو ټکو یانې: خبرو، جګړې او رغوني کې خلاصه کړه، خو احمد رشید وايي دا یوه تکراري مسئله ده او په داسې سختو شرایطو کې چې حالات ډیر خطرناک دي باید ستراتیژي د خبرو وي .

دهغه په وینا له بده مرغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې له طالبانو سره خبرې غواړي او د پینټاګون او سي آی اې تر منځ چې په افغانستان کې تر خپل وروستي عسکر پورې له طالبانو سره جګړه غواړي ډیر ښکاره او لوي توپیر تر سترګو کیږي. دا پالیسې د سیمې او ناټو د ډیرو هیوادونو له خوا په خاموشه توګه رد شوې او په دې باور دي چې د افغانستان پالیسي د ډیرو بې بارویو په کنده کې لویدلې ده .

فايننشل تایمز کې د احمد رشید په قلم خپرې شوې مقالې کې راغلي د دې کړکېچ مهمه برخه د طالبانو غوښتنه ده چې وايي امریکايي ځواکونه دې د شپی عملیات بند کړي. حتي لکه چې څنګه چې پاکستان په سرحدي سیمو کې د سي آی اې د بی پیلوټه الوتکو د حملو د بندولو غوښتنه وکړه هماغه شان افغانان دشپې له خوا د بهرنیو ځواکونو له عملیاتو سره سخت مخالف لري.

طالبان د افغان حکومت د لوړپوړو او مهمو کسانو د قتل لړۍ مخ ته بیایي او پاکستان د امریکا د پالیسيو په بدل کې د طالبانو ملاتړ کوي .

په دې وروستیو کې د پاکستان پر سرحدی سیمو د شپې له خوا د
امریکايي ځواکونو له خوا حمله چې په نتیجه کې یې څلورویشت پاکستاني پوځیان ووژل شول، د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اوسنى کړکیچ رامنځ ته کړ.

په پاکستان کې د امریکا پرضد احتجاجونه چې د ورته پیښو له کبله یې د دې دواړو هیوادونو ترمنځ له یوه کال راهیسی اعتماد ته زیان رسولى، د یوې رښتینې غوسې برخه ده . خو په دې کې د ځواکمن پوځ برخه هم ده . دوى غواړي چې له طالبانو سره په خبرو کې رول ولري او دا هغه څه دي چې متحد ایالات ورته زړه نه ښه کوي .

احمد رشید لیکي، که سپینې خبرې وکړو نو
امریکا او ناټو د افغانستان د لوبی ختیمدو ته لږ تیار دي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او جنګسالارانو ترمنځ د نفوذ لپاره ډېره پیچلې جګړه روانه ده. د افغانستان شپږ ګاونډیان په تیره پاکستان هم په پټه د خپل برابر نفوذ د درلودو لپاره جنګیږي.

د احمد رشید په وینا د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې ان د سولی د عالی شورا د مشر برهان الدین رباني تر قتل وروسته هم دوام لري . خو نه پاکستان ، نه خپله ولسمشر کرزی او هم طالبان په دې پوهیږي چې امریکا څومره په دې خبرو اترو کې جدي ده.

په عین حال کې امریکا هم په دې خبرو کې د طالبانو د جدیت په اړه ډیر شکونه لري .

احمد رشید د مقالی په پای کې په نویمې لسیزی کې د افغانستان کورنۍ جګړې ته په اشاره سره وايي ، په داسې وخت کې چې اقتصادي کړکیچ ډیر زیات دی، نو د افغانستان لانجه یوه وړه مسئله ښکاري . خو تاریخ څرګند دی، یو وخت نړۍ دا سیمه له نظره وغورځوله او اوس بیا هماغسې حالت روان دی .

په نویمې لسیزی کې د افغانستان کورنۍ جګړې ته په اشاره سره وايي ، په داسې وخت کې چې اقتصادي کړکیچ ډیر زیات دی، نو د افغانستان لانجه یوه وړه مسئله ښکاري . خو تاریخ څرګند دی، یو وخت نړۍ دا سیمه له نظره وغورځوله او اوس بیا هماغسې حالت روان دی .
XS
SM
MD
LG