د لاسرسي ځای

تازه خبر

بون کنفرانس او د افغان کډوالو هیلې


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن د بون غونډې ته په څنګ سره ویني.۵ ډسمبر ۲۰۱۱م کال
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن د بون غونډې ته په څنګ سره ویني.۵ ډسمبر ۲۰۱۱م کال

نیازموساخېل،کوټه

د بون نړیوال کنفرانس په اړه که له یوې خوا په افغانستان کې دننه خلک هیله من دي چې دا به د سولې او ثبات په راوړلو کي مهم رول ولوبوي نو بلخوا په پاکستان کي مېشت افغان کډوال هم ورته هیلي او اُمېدونه لري.

د کوټې ښار د سرخاب کېمپ یو اوسېدونکۍ،جمال،چې د افغانستان له جلال آباد سره تعلق لري،وایي :٫٫ موږ دې کنفرانس ته ډېري هیلي لرو چي که خدای کول،د دې په مرسته به په افغانستان کي سوله او خوشحالي راشي.دا ډېر د خوشحالۍ مقام دی چې نړیوال قوتونه په افغانستان کي د سولې راوستولو لپاره هڅه کوي او په دومره زیاته کچه خرڅه کوي.ظاهره خبره ده،په آروپا کي کنفرانسونه بې له څه خرڅې چرته کېږي،نو اوس پکار دا ده چې موږ افغانان له دې هڅو،امکاناتو او موقعو ګټه واخلو،چې زموږ ګران هېواد بیرته ودان او آباد شي.٬٬

یو بل افغان کډوال،مسعود خان وایي،جرګې د پښتنو میراث دي او همېش په جرګو ستونزې هواري شوې دي.د بون کنفرانس هم د جرګې علامې او نښانې لري،هیله ده چې دا نړیواله جرګه به هم د افغانستان د ستونزو حل راوباسي .

یو بل کډوال،سعید احمد کاکړ بیا وایي،یوازي دغه سپینږیري او مشران دي چي هغوي سره کښیني او د افغانستان د ستونزو او جګړو د هوارولو لپار ه یو څه غم و خوري او دغه بون کنفرانس و دغو مشرانو او سپینږیرو ته دغه موقع ورکړې او دغه زمینه یې ورته برابره کړې.اوس به ګورو،چې زموږ مشران تر څومره حده له دغو موقعو ګټه اخلي.

سعید احمدکاکړ زیاتوي٫٫زه د وران او ویجاړ افغانستان د ښه سباوون او ښه راتلونکي په هیله دې بون کنفرانس ته بیا هم اُمېدونه لرم٬٬.

یاده دي وي،په پاکستان کې لا هم د یوې اندازې له مخې ،شاوخوا ۳۰ لکه افغان کډوال ژوند کوي.افغان کډوال وایي،دوي ډاډه دي چې که بون کنفرانس وي او که بله لاره،د افغانستان ستونزې به ژر تر ژره حل کېږي،چې له کلنو را هیسي د دوي دا ارمان پوره شي چې ګران وطن افغانستان ته بیرته ستانه شي او د خپل هېواد په آبادولو کې خپل رول و لوبوي.
XS
SM
MD
LG