د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیمرا وايي له بي بي سي نه وضاحت غواړي نه یې غوښتای شي


په پاکستان کې کېبل چلونکو د بي بي سي خپرونې بندې کړې
په پاکستان کې کېبل چلونکو د بي بي سي خپرونې بندې کړې
پامیر ساحل - پراګ

د پاکستان برېښنايي میډیا د منظمولو ادارې پیمرا ويلي د بي بي سي پر ضد مستقیماً هیڅ ګام نشي اخیستلای . تر دې مخکې د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي ویلي ول پیمرا به له بي بي سي وضاحت غواړي.

د بي بي سي انګلیسي ټیلي ویژن یو مستند فلم ښودلی وو چې په کې یې د پاکستان د پوځ او د اورپکو تر منځ د اړیکو په اړه له بېلا بېلو طالب قوماندانانو سره خبرې کړې وې. تر دې کار وروسته د کیبل ټیلي ویژن چلوونکو په دې هیواد کې د بي بي سي ټیلي ویژن خپرونې بندې کړې.


د پاکستان د برېښنايي میډیا د منظمولو ادارې پیمرا یوه لوړ پوړي چارواکي مشال راډیو ته وویل، د دوی اداره په قانوني توګه هیڅ واک نه لري چې مستقیماً بي بي سي ته لیک واستوي، او یا یې هم خپرونې ودروي.

د فرانسې خبري اژانس د پیمرا د یوه بل مشر طاهر اظهار له خولې لیکلي ول چې اوس د کیبل ټی وي چلوونکو دا مسله را پورته کړې ده نو په یقیني توګه به پیمرا د بي بي سي د پروګرامونو بیا کتنه وکړي.

اظهار ویلي ول، پیمرا کولای شي بي بي سي ته لیک واستوي چې په دې اړه خپل وضاحت ورکړي.

خو له مشال راډیو سره د نوم نه ښودو په شرط د پیمرا یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، د دوی اداره میډیايي سازمانونو ته دوه قسمه اجازت نامې ورکوي. یو مستقیم لایسنس وي چې پاکستانیو ټیلي ویژنو، راډیو ګانو او ویبپاڼو ته یې ورکوي.

چارواکی وايي، بل قسم اجازت نامه له بهرنیو برېښنايي میډیايي ادارو ته ورکول کېږي چې هغې ته د ځمکې حقوق ویل کېږي. مانا دا چې بي بي سي او داسې نورې بهرنۍ ادارې د پاکستان له قانون سره سم، په پاکستان کې خپل دفتر لرلای شي او خپلې خپرونې کولای شي. او دا دفتر دوی د نورو شرکتونو یا کمپنیو او یا هم د استازو په وسیله تر لاسه کولای شي.

د چارواکي په خبره، که چېرې دوی ته د کېبل چلوونکي دا ګیله وکړي چې بي بي سي د پاکستان د دولت یا پوځ پر ضد ځېنې پروګرامونه چلولي دي نو دوی به د دې شکایت کتنه وکړي خو بیا به هم بي بي سي ته مستقیماً څه نه وايي. بلکې هغه درېیمګړي کس یا کمپنۍ ته به لیک استوي چې له لارې یې بي بي سي ته اجازت نامه ورکړل شوې ده.

دې چارواکي وویل، کېبل چلوونکو د ولسي فشار له کبله د بي بي سي ټیلي ویژن خپرونې بندې کړې دي او دوی ته نه دي راغلي.

د پیمرا چارواکي مشال راډیو ته زیاته کړه چې که بي بي سي هم دوی ته شکایت وکړي چې خپرونې یې تړل شوې دي، نو دوی به بیا د کېبل له چلوونکو سره خبرې وکړي.

په پاکستان کې د کېبل چلوونکو مشر خالد ارایېن د سه شنبې په ورځ د هغه مستند فلم په ښودو د بي بي سي انګرېزي ټیلي ویژن خپرونې ودرولې چې په کې له طالبانو سره د تړاو او مرستو په تور، د پاکستان د پوځ استخباراتي اداره آی ایس آی تورنه شوې وه.

اوس د ژورنالېزم له پلوه د کېبل چلوونکو دا ګام څنګه دی؟ په دې اړه د اسلام اباد د خبریالانو د مرکز مشر افضل بټ مشال راډیو ته وویل، کېبل چلوونکي هیڅ واک نه لري چې داسې کار وکړي :

((ګوره، زما په نظر دا داسې دور دی چې د مالوماتو سلسله نشي ودرول کېدای. که کېبل چلوونکي یو چینل وتړي نو داسې سل نورې لارې شته، یانې د مالوماتو ورکولو عمل نشي ودرېدای. نو ځکه که د کېبل چلوونکو له قانونه پرته داسې کار کړی وي نو باید یې نه وای کړی او که د پاکستان حکومت کوم کس ته اجازت نامې او حقوق ورکړي دي نو کېبل چلوونکي دا واک نه لري چې پخپله داسې چینلونه وتړي.))

د اسلام اباد د خبریالانو د مرکز مشر افضل بټ وايي، په پاکستان کې د کېبل چلوونکو یو قسم اجاره داري ده چې هر څه کوي کولای شي:

((تاسې ته مالومه ده چې کېبل چلوونکي دلته څنګه اجاره داري لري. دلته خو د پاکستان خپل چینلونه چې کېبل والا یې غواړي نو یا خو یې لاندې په کتار کې واچوي او یا یې هم بالکل ور ورک کړي. په دې ترڅ کې په پاکستان کې هیڅ قانون نشته چې د کېبل چلوونکی تر دې قانون لاندې راوستای شي. زما په نظر د پاکستان د حکومت ذمه واري ده چې هغو ادارو ته چې دوی د خپرونو حقوق ورکړي دي نو باید د دې حقونو ساتنه هم وکړي.))

افضل بټ وايي، که د بي بي سي خبریالان د پاکستان د خبریالانو فېډرالي ټولنې ته ورشي، نو دوی هم هسې احتجاجونه پیلولای شي چې د جنرال پروېز مشرف په وخت کې یې کړي ول.

په ۲۰۰۷ز کال کې د نومبر په درېیمه، د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال مشرف د بیړني حالت له اعلان سره پر میډیا هم بندیزونه لګولي ول او بیا خبریالانو د مظاهرو له لارې میډیا بیرته ازاده کړه.
XS
SM
MD
LG