د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو سیمې به بیا ودانې شي: اسفندیار ولي


د عوامي نیشنل ګوند مشران په صوابۍ کې جلسه کوي
د عوامي نیشنل ګوند مشران په صوابۍ کې جلسه کوي

خالد خان : پیښور


د صوبه خیبر پښتونخوا د واکمن عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په صوابۍ کې یو ځل بیا په وسلاوالو طالبانو غږ وکړ، چې تشدد پریږدي او د حکومت عملداري ومني، نو دوي ورسره د خبرو لپاره تیار دي.


په صوابۍ کې يوې جلسې ته د وينا پر مهال اسفندېار ولي خان وويل چي ترهه ګر د دوي د ګوند غړي ځکه وژني چې دوي پر خپله خاوره د امن خبره کوي.


په دغه غونډه کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعله امیر حیدر خان هوتي ، د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر سینیټر افراسیاب خټک، او د کراچۍ د اې این پي مشر شاهي سید پشمول یو شمیر د دغه ګوند غړو ګډون وکړو.

په خپله وینا کې د اسفندیار ولي وویل، چې اور پکو د دوي د ګوند څه د پاسه پنځه سوه کسان وژلې دي، او وروستی هدف یی په صوابۍ کې حنیف ګل جدون او د هغه ماشوم زوې وو، چې د تیر لویي اختر په ورځو کې ووژل شو.


اسفندیار خان وایي، (( وسلوال دې ټوپک بیشکه نږدي ، خو د تشدد غندنه دې وکړي، د حکومت واک دې تسلیم کړي. او داچې د ملک خاوره به د خپل ملک او یا بهر د چا خلاف نه استمالوي . طالبان دې د خپل مینځ نه ټول خارجیان اورپکي اوباسي او واپس دې خپلو ملکونو ته ولیږي. له دې وروستو تیار دي ، چې څنګ یی په سوات کې خبره کړي وه، هغه شان به له دوي سره هم وکړي، چې خپلې سیمې بیا ودانې کړي.))


سینیټر افراسیاب خټک بیا په خپله وینا کې وویل، پښتون قام د هر ظالم مقابله کړي، او دوي به په خپلو سیمو کې امن پر ځای کوي.


افراسیاب وایي،(( که تاریخ ته وکتلی شي، نو پښتون قام د هر هغه کس مقابله کړي ، چې د دوي په سیمو یي قبضه کړي . دا وخت به تیر شي، او روان بحرانونه به ختم شي .))


دغې جلسې ته د اې این پي د کراچۍ مشر شاهې سید هم وینا وکړه، د عوامې نیشنل ګوند مشرانو د ډیرې مودې وروستو د صوابۍ دغې غونډې ته وینا کړي.

په خپله وینا کې اسفندیار خان متلونه او شعرونه هم وویل، او زیاته یی کړه، د پښتنو په سیمه به یو ځل بیا سپرلی راشي.

XS
SM
MD
LG