د لاسرسي ځای

تازه خبر

"معذوري مې په تعلیم کې خنډ نه ده"


د شمالي وزیرستان اوسیدونکی زاهد نورجان د ډي فارمېسي زدکړې حاصلوي.۲۸م نومبر ۲۰۱۱ م کال
د شمالي وزیرستان اوسیدونکی زاهد نورجان د ډي فارمېسي زدکړې حاصلوي.۲۸م نومبر ۲۰۱۱ م کال

عمردراز وزير مشال رېډېو ،بنو


تعلیم د یوې ټولنې د پرمختګ تر ټولو لومړی شرط بلل کېږی،هغه قامونه چې زده کړې ته یې پوره توجه ورکړې نو بې له شکه د ژوند په هره برخه کې دا وخت په نړۍ کې د خاص مقام خاوندان دي.

که نورې نړۍ ته وګورو نو هلته تر ډېره د هرچا لپاره د تعلیم حاصلولو سهولیات موجود دي.

دلته په پاکستان خصوصاُ په قبائلي سیمو کې ډیر داسې خلک شته چې د تعلیم سره یې د زړه مینه وي او غواړي چې تعلیم وکړي خو د معذورۍ له وجې بې تعلیمه پاتې شوي دي.

بلخوا داسې کسان هم لیدل کیږي چې ددې ټولو مشکلاتو باوجود یې خپل تعلیم سر ته رسولی او د روغو کسانو په شان یې ځان لوړ مقام ته رسولی دی.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکی زاهد نورجان هم یو له هغو کسانو نه دی چې په دواړو پښو معذوره دی او په تلو راتلو کې د بل کس مرستې ته اړ دی خو بیا هم ددې هرڅه سره سره یې خپل دغه ارمان پوره کړی،هغه د خپل ژوند کیسه څه داسې کوي ، زه یونیم کلن وم چې د ګوزڼ بیمارۍ په وجه مې دواړه پښې معذورې شوې او اوس په مکمله توګه معذور یم.بل کس به مې پورته کوي او په ویل چییر کې ګرځم٬٬

زاهد نور جان تر څلورم جوماته پورې په خپل کور کې سبق ویلی،له هغه پس یې د خپلې سیمې په سکول کې په پنځم جومات کې داخله واخیسته او تر لسم یا میټرک پورې یې په ایدک سکول کې تعلیم حاصل کړو.

زاهد نور جان د میټرک نه پس د کوهاټ پوسټ ګریجویټ کالج نه د اېف اېس سي ډګري حاصلولو نه پس د تعلیم جاري ساتلو فیصله وکړه او په دې تکل مخته لاړو چې نور به هم خپل تعلیم جاري ساتي.

زاهد نور جان داوخت په پېښور یونیورسټۍ کې د ډي فارمیسې په څانګه کې تعلیم کوي او وايي چې اوس په پينځم کال کې دی او په دې امید دی چې سږکال به په ښو نمبرو سره فارغ شي.

خو دا چې د دومره مشکلاتو با وجود زاهد نور جان څنګه وکولی شو چې تعلیم حاصل کړي،د خپل ژوند قیسه داسې بیانوي :

(زه چې کله په سکول کې داخل شوم نو په اول کال کې مې فرسټ پوزیشن واخیستو،او بیا د ميټرک پورې دا سلسله همداسې روانه وه،یعنې میټرک پورې زه مسلسل فرسټ راغلم.
بیا چې کوهاټ کالج ته لاړم نو هلته مې هم ۸۳۸ نمبرې واخیستې او اوس چې دلته په پيښور کې پوهنتون کې یم نو په اولو دوو کالونو کې مې پوزیشن اخیستی خو په درېیم او څلورم کال کې مې پوزيشن ندی اخیستی خو نمبرې مې ډيرې ښې راغلي. زما چې څومره کیریر دی نو فرسټ ډویژن او اې ګریډ دی.)

زاهد نور جان د خپلې کورنۍ ډير مشکور دی چې په دې سلسله کې یې له ده سره ډيره مرسته او حوصله افزايي کړې.

(ټولې کورنۍ راسره ډيره مرسته کړې خو خپل پلار او مشر ورور مې زما ډیره حوصله افزايي کړې او هر وخت یې زه دې ته هڅولی یم چې خپل تعلیم جاري وساتم.مشر ورور مې په دوبۍ کې خواري مزدوري کوله خو ماته به یې پيسې رالیږلې چې تعلیم وکړم.)

نوموړی د خپلو استادانو هم ډیره مننه کوي چې له ده سره یې هر وخت مرسته کړې. هغه همداشان د پيښور پوهنتون د مشر هم مننه کوي چې د تعلیم او هاسټل فیسونه یې ورته معاف کړي.

زاهد نور جان د خپل قام او ولس سره د زیاتې مینې له وجې وايي چې د ډي فارمیسي نه پس به ام فل او بیا پي اېچ ډي هم کوي چې خپل ولس ته خصوصا د شمالي وزیرستان خلکو ته چې ډير وروسته پاتې دي نه ستړي کیدونکي خدمت وکړي.

زاهد نور جان په اخیره کې ټولو هغو ماشومانو ته چې دده پشان معذوره دي دا پیغام ورکوي چې معذوري هيڅکله د تعلیم په وړاندې خنډ نشي جوړیدی،که څوک همت وکړي نو هرڅه ممکن دي.

ستر خوشحال خان خټک هم وايي ،

د همت په بال وپر سړی الوزي
مرغه پورته الوته که په وزرو
XS
SM
MD
LG