د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچیوال په ښار کې دننه له یوې سیمې بلې ته کډه وړي


په کراچۍ کې یو پولیسواله یوه پښتنه کورنۍ د ښار له کړکېچنې سیمې خوندي لوري ته وړي.لومړی اګست ۲۰۱۱ م کال
په کراچۍ کې یو پولیسواله یوه پښتنه کورنۍ د ښار له کړکېچنې سیمې خوندي لوري ته وړي.لومړی اګست ۲۰۱۱ م کال

که څه هم له څه مودې راهیسې په کراچۍ ښار کې د بدامنۍ پېښې کمې شوېدي او د هدفي وژنو لړۍ هم تر ډېره دریدلې ده ـ خو اوس په ښار کې یوه بله لړۍ پیل شوې او هغه دا ده چې په لوی شمېر کې اردو ژبي او پښتانه د خپلو خپلو ژبو ګڼ مېشتو سیمو ته د لاخوندیتوب لپاره کډې باروي.

د مومندو ایجنسۍ عبدالولي د ښار په کورنګۍ سېمه کې خپل کور لري او همدلته د خښتو بلاک جوړولو کارکوي .هغه پر خپل کور لیکلي ،دا کور د خرڅولو لپاره دی.

عبدالولي وايي،خپل کور ځکه پلوري چې له محلته یې نژدې د خپلو خپلوانو او پښتنو شل پنځه ویشت کډې تللي دي ـ

دی وايي په هغوی کې اکثره د کرایه کور کې اوسېدل ، ایسته کډه یې واخیسته او لاړل ،څوک بلال ،څوک شالطیف او څوک اورنګی ته لاړل بس هلته لاړل چې کوم ځايې کې پښتانه دی او د پښتنو تعداد پکې زیات دی ـ د حالاتو له وجې یې د کورنګې کراسنګ دا علاقه پریښوده .


حبیب الله بیا یو له هغو دی چې د اورنګي ټاون په شهزاد موړ کې یې استوګنه لرله ـ هغه اوس پټان کالونۍ ته کډه شوی، هغه د کډه کولو لامل څه داسې بیانوي ((راغلي خلک په همدې خواوشا علاقو کې دیره دي ـ څوک دخپلوانو خوا ته ،څوک د دوستانو خوا ته کورونو ته کډه شوي دي ـ ډېر خلق د ایمپیار او پټان کالونۍ سېمې ته راغلي دي ـ د ښار هغه برخې چې خلکو ته خوندي مالوم شوی دی هلته دیره شوي دي)) ـ

حبیب الله زیاتوي هغه او د هغوي د سېمې ،شهزاد موړ، نه اتیا سل داسې کډي دي چې هلته یې کورونه پریښودي دي او نورو سیمو ته تللي دي ـ

يوازې پښتانه نه دي چې دداسې حالاتو سره مخ دي ،بلکې اردو ژبه ویونکي پېغله مدیحه وايي د تېرو شاوخوا شلو کلنو راهیسې د پښتنو ګڼ میشته سېمه کیماړي کې اوسیدله ـ

هغه دغلته په یو شخصي ښونځي کې ښوونکې وه ـ هغه زیاتوي د تېرشوي لوي اختر نه څو ورځې مخکې هغوي د کیماړۍ نه ګولیمار ته په کډه لاړل ـ مدیحه د کډې وړلو په باب وايي،(( موږ کور پریښودل نه غوښتل خو زما پلار او ورور هر وخت ښار کې خرابې وضعې اندیښمن کړي ول ـ اوس هم موږ ته خپل ګاونډیان ډیر رایادیږي ـ هلته مونږ ډېر کلونه تېر کړي ))

مدیحه زیاتوي چې کور یې په کمه بیه خرڅ کړو او وجه یې دا وه هغوي زر تر زره سېمه پریښودل غوښتل ـ هغه وايي اوس هغوي خپل کور پلورلې او د اردو ژبه ویونکو په علاقه ګولیمار کې د کرایه په کور کې میشت دي ـ

کراچۍ ښار په اورنګي ټاون،نوی کراچۍ او ناظم اباد په سېمو کې په ګڼ شمیر کې اردو ژبي ، د ښار په کیماړي ټاون،لانډي او سایټ ټاونونو کې پښتانه،د ښار په منځنۍ او زړه سېمه لیاري ټاون کې بلوچان او د ښار په ساحلي سېمو کې سندیان په ګڼ شمیر کې میشت دي ـ

د ښاریانو وینا ده چې دوی په هغو علاقو کې د اوسیدلو او کاروبار کولو کوښښ کوی ، چې دهغوي د خپلې ژبې خلک ډېر وي او دښار په هغه برخو کې چې ددوي د ژبې خلک کم وي ،هلته کاروبار کولو او اوسیدلو ته زړه نه ښه کوي.
XS
SM
MD
LG