د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د شیري رحمان مقررېدو حیرانه کړي یو"


په امریکا د پاکستان نوې سفیره شیري رحمان
په امریکا د پاکستان نوې سفیره شیري رحمان
واشنګټن پوسټ په خپله یو راپور کې لیکي چې د پخوانۍ نوموړې خبریالې شیري رحمان په امریکا کې د پاکستانۍ سفیرې په توګه ګمارل ډیر حیران کړي دي ځکه چې فکر کیده د سفارت چوکۍ به هغه چاته ورکول کیږي چې د پاکستان د طاقتور پوځ مهر پرې لګیدلې وي.

په داسې حال کې چې د امریکا او پاکستان اړیکې روان کال ډیرې خرابې شوي دي د سفارت دغه چوکۍ د دواړو هیوادونو لپاره ډیره مهمه ده . ورځپاڼه لیکي په پخواني سفیر حسین حقاني ډیر باور نه کیده او هغه ته د امریکا او ولسمشر آصف علي زرداري یو نیزدې ملګری ویل کیده.

د بشري حقونو دفاع کوونکو د شیري رحمان د مقرریدو هرکلی کړی دی. نوموړې د میسا چوسیټس د سمیت کالج نه زدهکړې کړې دي او او له دې وړاندې يي د جناح انسټي ټیوټ په نوم د یو څیړنیز مرکز مشري کوله.

کله چې د ورځپاڼې خبریال د شیري رحمان نه وپوښتل په داسې حال کې چې د پاکستان ولسي حکومت او پوځ د واک پخپل لاس کې د لرلو په منډه کې دی نو هغه به د سفیرې په حیث څنګه کار کوي نو نوموړې وویل دا ډیره مهمه ده چې د ستراتیجیکي مقصدونو دحصول لپاره باید دواړه په شریکه کار وکړي او داچې هغه فکر نه کوي چې په دغه اړه په دواړو کې کوم تقسیم شته.
XS
SM
MD
LG