د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو پېښه د ترهګرۍ ضد جګړه اغېزمنوي


مجيب الرحمان انګار،پيښور

که څه هم پاکستان د ناټو ځواکونو له خوا په مومندو کې په بمبارۍ کې د دوی د پنځه ويشتو پوځيانو د وژلو په غبرګون کې ناټو ته سامان وړونکي ګاډي ودرولي او د امريکايانو له خوا استعماليدونکي، شمسي ايربيس د خالي کولو خبره يې کړي خو څيړونکي وايي چې دا کار د پاکستان د اقتصاد لپاره ښه نه دی او بايد زر تر زره دې اړيکې عادي حالت ته وګرځولی شي.

خو پوښتنه داده،چې دغه پيښه به د امريکا و پاکستان پر اړیکو،د ترهګرۍ ضد جګړې پر نتایجو او په افغانستان کې د سولې پروسې پر بهير څه اغیزې ولري؟

د لیکوال او ژورنالیست عقیل یوسفزي په باور پاکستان او امريکا چې لا له وړاندې له یوبل سره مخلص نه دي او هر یو د خپلو مفاداتو د ترلاسه کولو هڅې کوي دې پيښې له لا ډيرو ستونزو سره مخامخ کړل، د پاکستان او په افغانستان کې د دیره بهرنیو ځواکونو ترمنځ اړیکې چې لا له واړندې د ابهام ښکار دي په دې ډول پيښو سره به لا خرابې شي او قوي امکان دی چې د پاکستان او امريکا ترمنځ ترینګلې اړیکې به یوارې بیا د ښه والي پرځای د خرابۍ پر لور لاړې شي.٬٬

امريکا او پاکستان چې له تیرو څه باندې لسو کالو راهیسې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې دوه ملګري او همکار هیوادونه دی،په داسې حال کې له یوه نوي جنجال سره مخامخ شویدي چې امریکا ددې جګړې د ګټلو او یا په سوله یيزه توګه د پای ته رسولو هڅې کوي،بلخوا ویل کیږي چې پاکستان هم غواړي په روغ سر له دې ډګره ځان وباسي.

خو دسیاسي چارو کارپوه ډاکتر فضل الرحیم مروت وايي،دغه ډول پيښې به یاد هدف ته په رسیدو کې د ددواړو هیوادونو په زیان تمامې شي، دا ډول پيښې ددې پرځای چې د دواړو لوریو ترمنځ اړيکې ټینګې او خوږې شي نوې نوې ستونزې زیږوي او په نتیجه کې به یې د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه له ناکامیو سره مخامخ کړي٬٬

سره له دې چې پاکستان په دې جګړه کې د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې ددیره ناټو ځواکونو همکار هیواد دی،نو بیا ولې دغسې بریدونه پرې کیږي؟

ددې پوښتنې په ځواب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر مختیار خان یوسفزی وايي ،بې له شکه چې دا ښه خبره نه ده،خو حقیقت دادی تر هغې چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې لاسوهنې او مداخلې نه وي بندې شوي دا ډول حملې به کیږي. په دې کې شک نشته چې ناټو او افغان دولت نور تر پوزې راغلي او مجبور دي چې دغه ډول ګام پورته کړي٬٬

که څه هم ځینې د نظر خاوندان دا پيښه د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د مشکوکې تګلارې په ځواب کې د ناټو یو سخت خبردارۍ ګڼي،خو یوشمیر نور بیا په دې باور دي،چې دا ډول پيښې نه یواځې داچې د دواړو لوریو ترمنځ پرتې ستونزې لاپسې زیاتوي بلکې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه به له لا نورو ستونزو سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG