د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه ناټو ځواکونو ته سپلايي ودرول شوه


د خیبر درې په لویه لاره په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره مال وړونکې ګاډۍي درول شوېدي.۲۷ نومبر ۲۰۱۱
د خیبر درې په لویه لاره په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره مال وړونکې ګاډۍي درول شوېدي.۲۷ نومبر ۲۰۱۱
د پاکستان حکومت دفاعي کمېټې په افغانستان کې دېره د ناټو ځواکونو لپاره د سپلايي بندولو او له امریکا نه په ۱۵ ورځو کې دننه د شمسي هوايي اډې پرېښودولو فیصله کړېده.

بیګا شپه د وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ یوه غونډه وشوه چې پکې د ملک د درې واړه ځواکونو د مشرانو علاوه نورو لوړپوړو چارواکو په کې ګډون وکړ.

د وزیراعظم له سیکرېترېټه به جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د پاکستان د سلامتۍ،خودمختارۍ او قومي آزادۍ به په هره بییه دفاع کوي.او په دې لړ کې به وزیراعظم له امریکا ،ناټو او ایساف سره د خپلې همکاري جاري ساتلو یا پرېکولو په باب پارلمان په اعتماد کې اخلي.

په غونډه کې فیصله وشوه چې دروان کال د مې میاشت په ۱۴ مه نېټه د پارلمان په مشترکه اجلاس کې د منظورکړل شوي قرارداد لاندې به په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته د پاکستان له لارې سپلايي بې له ځنډه بند کړل شي.او امریکا ته به هم وویل شي چې په په ۱۵ ورځو کې دننه شمسي هوايي اډه خالي کړي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر خپلې امريکايي سارې ته ټليفون کړى او هغې ته يې د پاکستان پر خاوره د ناټو د هوايي بريد په اړه خپله غوسه څرګنده کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن او ددفاع وزير ليون پنيټا پرون ناوخته په يوه خپاره کړي ګډ بيان کې په دې باب پيل شوي تحقيقات تاييد کړي او له پاکستان سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

ويل کېږي په دې باب د پاکستان لپاره د امريکا سفير کامرون مونټر په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

په اسلام آباد کې د دفاعي چارو کارپوه ریټارډ کرنل منیر وايي حکومت ته پکار ده چې دا ځل په خپله خبره کلک ودرېږي.او ناټو ته د سپلايي ټولې لارې ګودرې دې بندې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین بیا وايي ،چې د سپلايي له بندولو سره دا مسله نه حلېږي،دده په خبره وړاندې هم د پاکستان حکومت د یو څو ورځو لپاره دغه لار تړلې وه خو وروسته یې بیرته خلاصه کړله.او پکار ده چې پاکستان په نړیواله کچه دا معامله راپورته کړي.، داسې اختلافي خبرې چې کوم ددې دواړو ملکونو او یا په دې سیمه کې د نورو ملکونو تر مینځ راځي،د هغې لپاره ښه لاره دا ده چې کومې د وړاندې جوړ کړل شوې ادارې دي د هغه ادارو په ذریعه او په نړیواله ټولنه کې ددغه ډول مسلو لپاره چې کومې ادارې موجودې دې ،د هغې په ذریعه دا موضوع راپورته کړل شي،داسې صورتحال پیدا کول چې د هغې له کبله په دې سیمه کې د ملکونو ترمنځ ستونزې پیدا کېږي دا به ښه خبره نه وي.او نه به ددې دواړو ملکونو د ولسونو لپاره او پیتره د پاکستان او افغانستان د ولسونو لپاره ښه خبره وي.٬٬

یاده دې وي چې د خالي په شپه په دولس نیمو بجو له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د مومندو په قبایلي سیمه کې د نېټو یوه هوايي پر یوې پاکستانۍ چوکۍ په برید کې ۲۴ عسکر ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.
XS
SM
MD
LG