د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډنمارک وزیران په هېلمند کې


د هېلمند د بهرنیو او د پرمختیايي چارو وزیران د هېلمند له والي سره ګوري
د هېلمند د بهرنیو او د پرمختیايي چارو وزیران د هېلمند له والي سره ګوري
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د ډنمارک د بهرنيو چارو او نړيوالې پرمختيا وزيرانو د افغانستان هېلمند ته د يو رسمي سفر پر مهال ويلي دي چې د دوى هېواد به په په ۲۰۱۴ز کال کې په دې ولایت کې د خپل پوځي حضور تر پاى رسېدو وروسته هم له هېلمنديانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د هېلمند له ولايت مقامه مشال راډيو ته په رالېږدول شوې يوه خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې په ډنمارک کې تر نويو ټاکنو وروسته د دې هیواد د بهرني چارو وزير او د دغه هیواد د نړيوالې پرمختيا وزير په هېلمند کې د خپلو شته سرتېرو د ليدو په موخه راغلي ول، چې د دغه ولايت د پوليسو په روزنيز مرکز کې يې د هېلمند له والي ګلاب منګل سره هم ليدلي دي.

د هلمند والي وايي ډنمارکي وزيرانو ډاډ ورکړى دى چې په ۲۰۱۴ز کال کې به په هېلمند کې خپل پوځي حضور پاى ته رسوي خو تر هغې وروسته به په پرمختيايي برخو کې پراخ حضور ولري.

د ګلاب منګل په خبره ډنمارک به تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په هېلمند کې د كرهنې د مكانيزه كولو،د نشه يي توكو د مخنيوي، د پوليسو په روزنه او د هغوى په تجهيز كولو كې خپلو مرستوته دوام ا وپراختيا ورکوي.

ورځې وړاندې د امريکا د بهرني چارو د وزارت چارواکي هم هېلمند ته په يو رسمي سفر تللي وو او له هېلمنديانو سره يې د خپلو مرستو په دوام ټينګار کړى وو.
XS
SM
MD
LG