د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د اقتصاد د پياوړتيا غونډه وشوه


د ننګرهار والي ګل آغا شیرزوی د ولایتي اقتصادي پرمختیا د غونډې مشري کوي.۲۳نومبر۲۰۱۱
د ننګرهار والي ګل آغا شیرزوی د ولایتي اقتصادي پرمختیا د غونډې مشري کوي.۲۳نومبر۲۰۱۱


بازمحمد عابد مشال ريډيو

ننګرهار: په ننګرهار کې د اقتصادي ودې د ستراتيژۍ غونډه د دغه ولايت د والي ګل اغا شيرزي په مشرى تر سره شوه.

دا غونډه د چهار شنبې / شورو په ورځ د ننګرهار د سوداګرۍ خونې او د امريکا د متحده ايالاتو پرمختايي ادارې يواېس ايډ له خوا د جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه.

د سوداګرى د خونې مشر انجنيرمحمد قاسم يوسفي وايي چې ترهغې به د ننګرهار اقتصاد پرمختګ ونه کړي، څو پورې چې خصوصي سکتور ته وده ورنه کړي شي.

(( د دې غونډې هدف دا دى چې څنګه وکولاى شو چې په ننګرهار کې اقتصاد ته انکشاف ورکړى شوو. د خصوصي سکتور د انکشاف نه غير اقتصادي پرمختګ ناممکن دى. په خصوصي سکتور کې ستونزې موجودې دي. همدا رنګه په دولتي چوکاټ کې د کانال پروژه ده، که دا په اوسني حال پريښودى شي، نو زموږ د زراعت به له منځه لاړ شي. او د هوايي ډګر نيشتوالى هغه ستونزه ده چې موږ په بيا بيا پې ار ټي او خارجي دوستانو ته ويلي دي چې يا خو دې د دې ميدان يوه څنډه د ملکي پروازونو لپاره ورکړي او يا دې په ننګرهار کې بل هوايي ډګر د ملکي پروازونو له پاره جوړ کړى شي چې د سوداګرو ستونزې راکمې شي.))

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي د دغه ولايت د اقتصادي پرمختګ په لار کې د بريښنا او هوايي ډګر نيشتوالى لوى خنډونه وبلل.

(( دا سمه ده چې د ننګرهار اقتصاد په بريښنا او هوايي ډګر پورې اړه لري. همدا رنګه نورې ستونزې چې د ننګرهار ولسونه د زراعت يا په نورو برخو کې لري، دا ټول پيشنهادونه مو له باګرام څخه راغلي ټيم ته مخې ته کيښودل او ورته مو وويل چې تر هغې چې د بريښنا ستونزه په ننګرهار کې حل نه شي، د دغه ولايت اقصتاد پرمختګ نه شي کولاى. زموږ سوداګر دې ته زړه نه ښه کوي چې په ننګرهار کې پانګونه وکړي))

په باګرام کې د بهرنيو ځواکونو د اقتصادي کميټې مشر ډاکټر ټي جي منهاس په خپلو خبرو کې وويل چې د دوى ټيم د همدې لپاره راغلی چې د ننګرهار په ولايتي ادارو کې له ستونزو خبر شي او ملي سوداګرشخصي پانګونې ته وهڅوي.

ډاکټر منهاس زياته کړه چې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره له افغان دولت سره د لويو لارو په جوړولو په ولسواليو کې ځوانانو ته د کار موندلو او په ښاري اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوي
ده وويل چې د ننګرهار د والي وړانديزونه به خپلو لوړ پوړو چارواکو ته رسوي.
XS
SM
MD
LG