د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې ماشومانو ته د ورځې ۱۵ منټه زدکړه ورکول کېږي


د کراچۍ له سوه سکوله ماشومانې کورونو ته روانې دي،څنګ ته یې یو پولیس څارنه کوي.
د کراچۍ له سوه سکوله ماشومانې کورونو ته روانې دي،څنګ ته یې یو پولیس څارنه کوي.
ظفرکریمي مشال ریډیو کراچۍ

دآغاخان فاونډيشن تعليم او پرمختيا څانګې په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي دي چې سند صوبې په سکولونو کې استازان هره ورځ اوسطا يوازې ۱۵ منټه زده کوونکو ته تعلیمي زده کړې ورکوي.

رپورټ د سند صوبې اووه ضلعو کې د ۱۹۶ سکولونو د سروی کولو روستو د اغاخان یونیورستۍ د تعلیم او پرمختیا څانګې لخوا د تحقیق کولو پس تیار کړی شوی دی ـ د رپورټ تر مخه د سند صوبې په ښکارپور،کندکوټ،سکر،خېرپور،ټنډو مامدخان او ټنډو آله یار د څلورم او پنځم ټولګیو اوستازانو کې ۷۰% د پنځلس منټو،شل فیصده استازان ۲۰% او پاتې لس فیصده استازان د ۵منټو نه کم وخت ماشومانو ته زده کړه ورکوي.

د تحقیق ترمخه یادو سېمو کې ۵۶% ماشومان سکولونو ته ځي او پاتې ۴۴% په مسلسله توګه سکولونو څخه غېر حاضر وي ـ د تحقیق کونکې ډلې مشر ډاکټر میمن د تیار کړی شوي رپورټ په حقله وايي
،، په دې سروی کې د استازانو ،زده کونکو،د سکولونو د انتظامیې او د زده کونکو له مور و پلار څخه پوښتنې شوي دي او پر اساس یې دا رپورټ برابر شوی دی ،،

داخلي سیند کې د تعلیمي چارو پخواني افسر او د سند ریسورس په نامه د نادولتي ادارې مشر فضل الله قریشي وايي، چې د سند صوبې د لېرې پرتو سیمو نه علاوه بلوچستان او قبایلي سېمو کې تعلیمي نظام کې سختې ستونزې دي ـ

،،ډېر حکومتونه راغلل خو د تعلیمي نظام د بهترۍ په لور چا هم توجه ورنکړه ـ تعلیمي نظام دې سېمو کې ورځ تر ورځه خرابیږي ـ د ځینو سکولونو ودانۍ نشته،ځینې ځایونو کې کتابونه نشته او ځېنې ځایونو کې استازان سکولونو ته نه راځي ،،

د فضل الله قریشي په خبره د تعلیمي نظام د خرابتیا لاملونه دادي چې یو خو حکومت دې لور ته هغسې پاملرنه نه کوي کوم ته چې اړتیا ده او بل دا چې د ټولنې عام خلک هم دې لړ کې دلچسپي نه لري ـ دریمه وجه یې داده چې د وخت د تېریدو سره سره چې ابادي زیاتیږي نو ورسره ورسره غریبي هم وده مومي او دا ددې لامل ګرځي چې ماشومان سکولونو ته د تللو پر ځايې مزدورۍ ته هڅول کیږي ـ

رپورټ کې سند حکومت ته مشوره ورکړل شوې چې صوبه کې د استازانو د تعلیم په برخه کې کار وکړي او د استازانو په سمه توګه تربیت وکړي ـ

د یادونۍ وړه ده چې سند صوبه کې د تعلیم دپاره نړیوال بېنک،ایشیایي ترقیاتي بېنک او نورې اقتصادي ادارې صوبایي حکومت سره مرستې کوي ـ ددې نه علاوه سند حکومت هم روان کال بجټ کې ۲۰ میلونه روپۍ د تعلیم برخې ته ځانګړې کړې دي ـ
XS
SM
MD
LG