د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو سفیر یې ولاړ خو بل هغه به يې څه کوي ؟


په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني چې د مشکوکه لیک پر سر له دندې ګوښه کړل شو.
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني چې د مشکوکه لیک پر سر له دندې ګوښه کړل شو.

له امریکا څخه خپريدونکې مجلې فارن پاليسي په يوه مقاله کې راغلي چې په امريکا کې د پاکستان د سفير له دندې څخه د استعفا ورکولو په ترڅ کې حسين حقاني د آصف علی زرداري حکمران ګوند پيپلز ګوند ته ستونزې او نوې سفير ته چيلنجونه پريښي دي.

شمايله چوهدري د فارن پاليسي مجلې په ويب سايټ کې ليکي چې په امریکا کې د پاکستان د سفير په توګه له مقرريدو ترمخه، حسين حقاني په بوسټن پوهنتون کې استاد وو او د پرويز مشرف په پوځي حکومت او په پاکستان کې د اسلامي اورپکو د منځته راتللو د سبب جوړیدو له وجې پر پوځ سختې نيوکې کولي.

د ليکوالې په وينا کله چې حسين حقاني په امريکا کې سفير شو نو په واشنګټن کې ډيرو دا پوښتنه کوله چې هغه به د پاکستاني پوځ سره د بيرته پخلاينې لپاره څه وکړي خو څرګنده دا شوه چې هغه داسې هيڅ ونه کړل. نوموړې پرون د نومبر په دوه ويشتمه نيټه د هغه خط پر سر استعفا ورکړه چې د رپورټونو ترمخه نوموړي امریکا ته ليکلی وو او پکې يې د پاکستاني پوځ او د دې ملک د استخباراتي اداري (آيي، ايس، آيي) د مشرانو د ليري کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړي وه خو حقاني دا تورونه ردوي او وايي چې د دې خط په ليکلو کې يې لاس نه درلود.

په دې مقاله کې راغلي چې دا لا تراوسه نه ده معلومه چې د حسین حقاني خلاف به کومه قانوني کاروايي وشي او کنه خو که داسې وشي نو دا د پاکستاني ولسمشر آصف زرداري حکمران ګوند پيپلز پارټۍ په ګټو کې نه ده. ليکواله وايي چې زرداري د حسين حقاني د استعفا سره د پوځ او سياسي اپوزيشن له خوا له پوښتنو سره مخامخيدای شي او د پاکستان چيف جسټس افتخار حسين چودهري هم د پييلز ګوند د درغليوو د څيړلو په لړ کې پر دې مسله غور کولای شي.

د فارن پاليسۍ مجلې په دې مقاله کې راغلي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني به پوځي مداخله ونه کړي ځکه چې په ایبټ اباد کې د امريکايي پوځيانو له خوا د اسامه بن لادن له وژل کيدو وروسته د هغه په مشرۍ د پوځ حیثیت خراب شوی دی خو ليکواله وايي چې که د پاکستان اولسي حکومت همداسې مايوسوونکی پاتې شي نو کيدای شي کياني ته به د پوځ ځينې لوړپوړي جنرالان قانع کول مشکله شي.

د ليکوالې په وينا دا وخت د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې د ډيرو ننګونو او چيلنجونو سره مخامخې دي په دوی کې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان رول او د پآکستان په امنيتي ګټو باندې له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کې د نړيوالو پوځيانو د وتلو اغيز د يادولو وړ دي.

د فارن پاليسي مجلې د دې مقالې ليکواله وايي چې په داسې حالاتو کې امريکا ته د پاکستان نوی سفير بايد پر دې ټولو موضوعاتو او د پاکستان د امنيتي لومړيتوبونو پر واضح کولو خبرې وکړی شي.
XS
SM
MD
LG