د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کلیوالي دې ونه کړه" لومړی خوستی فلم


خوست هم د فلمي نړۍ پر لوري ګام کېښود
خوست هم د فلمي نړۍ پر لوري ګام کېښود

نقیب الله متونوال - خوست

که څه هم له لسیزو راهیسې د افغانستان په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هنري فلمونه جوړیږي خو ځينې کسان وایي، چې په افغانستان کې د بېلا بېلو لاملونو له امله فلمونو هغه ډول وده نه ده کړې، چې غوښتنه يې کیږي.

څه موده وړاندې خوست ښار ته نږدې د متون د مندیخېلو کلی ځوانانو هم يو هنري فلم جوړ کړ او نندارې ته یې هم وړاندې کړ.

دغه دوه نيم ساعته فلم کلیوالي دې ونه کړه نومیږي.

د یاد فلم ډایرکټر سیدکمال مجاهد وايي چې پدې فلم کې نږدې ۷۰ کسان لوبېدلي او ټول یې د همدې یو کلي اوسېدونکي دي او فلم ته یې د کلیوالي ستونزو د انعکاس موضوع ځکه غوره کړه چې په سیمه کې یې ناوړه ځوروونکي او تباه کوونکي رواجونه شته او دوی یې باید د ځوانانو په توګه په مخنیوي کې خپل مسوولیت او رسالت ادا کړي.

په فلم کې کلیوال ژوند انځور شوی او د سیمې د مثبتو او منفي دودونو پايلې پکې ښودل شوي لکه د مظلوم ملاتړ د مرکو او جرګو له لارې دستونزو حل کول، د ټوپک ګرځول، په ودونو او کنسرټونو کې هوايي ډزې يا نشې کول او داسې نور.

د فلم ډایرکټر کمال وايي، چې د فلم کتونکي به د فلم له منځپانګې څخه درس او عبرت واخلي او د ټولنې د اصلاح او سمون په هیله به یې پر خپلو ځانونو پلي کړي.

د همدې کلي یو سپین ږیری، سر ښوونکی برکت بدلون چې د یو شمېر نورو کسانو ترڅنګ یې په یاد فلم کې د مرکچي یا جرګوال رول لوبولی، د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د خوست په څېر دودویزه ټولنه کې یې څنګه زړونه وکړل چې په یوه هنري فلم کې ولوبیږي، وویل:”موږ په خپله ټولنه کې له ناوړه دودونو او ناروا کړنو څخه ستومانه شوي يو او له هرې ممکنې لارې باید د دې نادودو د نابودۍ هڅې وکړو“.

دا فلم په خوست کې له ځايي تلويزيون څخه هم خپور شو. فلم کتونکي وايي چې د یاد فلم د کمرې، غږ او ایډېټ په برخه کې یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې لري. د فلم کمره مېن او اډېټر رحمت الله حقبین وايي چې که فلم په کومو برخو کې ځینې نیمګړتیاوې لري نو اصلي لامل یې دا دی، چې دوی ټول کار په ناچیزو امکاناتو ترسره کړی دی.

نوموړی زیاتوي،زه یواځې یوه کوچنۍ کیمره او یو زوړ کمپیوټر لرم چې د یو فلم د جوړولو او ایډېټ کولو لپاره په هیڅ صورت بس نه دي. د کمرو، کمپیوټرونو او سټوډیو ترڅنګ د ځینو صحنو لپاره پولیسي لباس، وسلې تعلیمي مرمیو، د پولیسو موټر او ځانګړو ځایونو ته مو هم اړتیا لرله او له اړوندو مقاماتو څخه د غوښتنې سره سره هم، چا را سره پدې برخو کې مرسته ونکړه. “.

په خوست کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریس محمدامین شاه الفت د دا ډول ځوانانو هڅې وستایلې خو زیاته یې کړه چې ریاست یې په اوسني تشکیل کې د فلم جوړونې لپاره څه نه لري او یواځې دومره کولای شي چې وزارت ته یې راجع کړي.

ده وویل چې د دې ستونزې د حل په موخه یې وزارت ته وړاندیز کړی او د دوى سره يې د حل ژمنه هم کړې ده.

د یاد فلم د جوړوونکو په وينا، چې له بشپړیدو او خپريدو وروسته يې تراوسه د دې فلم سلګونه کاپۍ په خوست ښار کې پلورل شوي دي او نورو ولايتونو ته يې هم ليږلې دي.
XS
SM
MD
LG