د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب خپل ځواک غځوي


د سعودي عرب باچا عبدالله بن عبدالعزیز
د سعودي عرب باچا عبدالله بن عبدالعزیز
په ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې ليکوال ډيوډ ايګنیشس په خپله يوه مقاله کې ليکې له کله نه چې عرب پاڅون شورو شوی دی سعودي عرب هڅه کوي چې په منځني ختيځ کې ځان مضبوط کړي. او دغلته د امريکا رول کم کړي او ښکاري داسي چې د دې مقصد لپاره سعودي عرب خپل پوځ او اقتصاد پراخوي .

په مقاله کې وړاندي راغلي دي که څه هم اوس سعودي عرب له امريکا سره خپلي ملګرتيا ته ډيره وړتيا ورکوي خو بيا هم دوی دا فکر کوي چې امريکا یې د خوند يتوب ضمانت نه شي ورکولای او هم دغه وجه ده چې سعودي عرب اوس په خپلو پښو د ودرېدو پرېکړه کړېده او دارنګ غواړي چې نور ملګري لکه پاکستان او د دوي د تيلو غټ پېرودونکی چېن ځان ته ښه رانږدې کړي .

هغه کارپوهان چې د سعودي عرب په روانو چارو ژور نظر ساتي وايي د سعودي دا رويه د حيرانتيا وړه ده ځکه چې د دوی په خبره د سعودي عرب به تل سر ښکته وو، په سخت دريزو ډلو به يي پيسې مصرفولې او د امريکا په پوځ به يي تکېه کوله.

اوس رياض خپلې ګټې په خپله پرمخ بيایي او په خاصه توګه د ايران په چېلنج کولو کې سعودي عرب ډير خپلواکه دی او د دې ښکاره مثال دا دی چې سعودي عرب د ايران پلوه سوريايي ولسمشر بشارالاسد د لرې کولو ملاتړ کړی.

مقاله کې وړاندې راغلي دي چې د سعودي عرب لويه وسيله پيسې دي او غواړي چې له دې لارې په سيمه کې يو لوی طاقت جوړ شي او په راتلونکو لسو کالونو کې خپل پوځ شا وخوا يو په دوه زيات کړي او دارنګ اراده لري چې له عرب پاڅون څخه په اقتصادي توګه ځپل شوو هيوادونو سره کلنۍ لږ تر لږه پنځلس اربه ډالره مرسته وکړي.

ليکوال زياتوي سعودي عرب پلان لري چې له يورپه جنګي الوتکې هم واخلي .

همداراز سعودي عرب په دي هم عقيده دی چې اټومي پاکستان به د دوی مرسته وکړي.

د مقالي په اخره کې راغلي دي د امريکا د ځینو لوړ پوړو چارواکو لخوا سعودي عرب ته د دورو ورستو اوس سعودي عرب د امريکا ډير په ښه ټکو کې ستاينه کوي خو بيا هم ولسمشر اوباما د اسرايل د دباؤ له وجې د فلسطيني رياست ملاتړ نه کوي او هم دغه وجه ده چې امريکا د سعودي عرب په اعتماد اخیستو کې ناکامه ده.
XS
SM
MD
LG