د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسین حقاني: زما پر ضد پروپیګنډه کېږي


په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني وايي، پر ده لګېدلي تورونه د پروپیګنډې برخه دي.
په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني وايي، پر ده لګېدلي تورونه د پروپیګنډې برخه دي.

پراګ - د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ کې د امریکا د ټولو ځواکونو پخواني مشر ایډمرل مایک ملن ته د خط لیکلو په اړه د پیدا شوې ناندرۍ د جاج اخیستو لپاره په اسلام اباد کې د پیپلز ګوند د مهمو غړو غونډه شوې ده.

په امریکا کې مېشت یوه کاروباري کس منصور اعجاز په خپل یوه مضمون کې ادعا کړې ده چې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني په مرسته، اصف زرداري، مایک ملن ته یو پټ لیک استولی وو.

د ده د ادعا تر مخې په لیک کې دا غوښتنه شوې وه چې امریکا دې د پاکستاني پوځ له لورې په ممکنه توګه، د اصف زرداري له څوکۍ د لرې کولو مخه ونیسي.

په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني د یوې غونډې پر مهال خبریالانو ته ویلي، دا د ده پر ضد یوه پروپاګینډه ده:

((د پاکستان د حکومت لخوا د دې خبرې پر پلټنې کولو زما هیڅ اعتراض نشته. زه د ولسمشر په امر پاکستان ته ځم. او دا د ولسمشر حق دی چې پرېکړه وکړي چې زه نور د سفارت د فرض پوره کولو ته دوام ورکړم او که نه.))

ټاکل شوې چې د شنبې په شپه به حسین حقاني پاکستان ته ورسي.

د مې په دویمه نېټه په اېبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې اسامه بن لادن ووژل شو. تر دې وروسته په پاکستان کې داسې ګنګوسې وې چې ښايي پوځ، ولسمشر اصف زرداري له واکه لرې کړي.
XS
SM
MD
LG