د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د اختر لرغونې مېلې)


د کار پوهانو په وینا په دې مېلو کې به د موسیقۍ پروګرامونه هم ول
د کار پوهانو په وینا په دې مېلو کې به د موسیقۍ پروګرامونه هم ول
د پښتنو په شا و خوا ټولو سیمو کې پخوا د اختر پر مهال مېلې او غونډې جوړېدې. خو اوس د ترهګرۍ د پېښو له کبله دا مېلې، او غونډې هم له منځه تللې دي.

د سندرو امېل په دې خپرونې کې د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو د اختریزو مېلو په کلتوري او تاریخي ارزښت خبرې شوې دي.

نور الا مین یوسفزی د پښتونخوا د صوابۍ منل شوی شاعر دی. نوموړی وايي، په صوابۍ کې به د اختر مېلې د اختر په څلورمه، پینځمه ورځ پیلېدې او دا مېلې د پېړیو تاریخ لري.

لیکوال او ادیب امان الله ناصر وايي، د کوټې سیمې خلک مېله پاله خلک ول. په ګلستان کې به لویه مېله کېده. د اختر په دې مېلو کې به د غېږې، نښې ویشتو او د آسونو د زغل سیالۍ کېدې او خلکو به ځلوبۍ خوړې او د سندرغاړو له سندرو به یې خوند اخیستې. دی وايي، ((د ځېنو خلکو له کبله اوس داسې مېلې نشي کېدای.))

د سندرو امېل په دې خپرونه کې د تل په څېر خوندورې سندرې هم لرو.

دا خپرونه هره اوونۍ درته د مشال راډیو هارون باچا جوړوي. راځئ چې د نوموړي د کار و زیار په ښایست سینګاره دا خپرونه واورو:

د سندرو امېل- له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG