د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پیلوټه الوتکو کارول به کله ودرېږي؟


امریکايي بې پیلوټه الوتکو د القاعده پر ضد په جګړې کې ډېر زیات کار کړی دی.
امریکايي بې پیلوټه الوتکو د القاعده پر ضد په جګړې کې ډېر زیات کار کړی دی.
ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: دي واشنګټن پوسټ


په دي واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د امریکا د قامي امنیتي چارو کار پوه پال مېلر لیکنه خپره شوې ده. دی لیکي، جګړه یوه ورځ حتماً پای ته رسي. جګړې تل تر تله نشي چلېدای. نو ځکه د امریکا راتلونکی ولسمشر باید دا پوښتنه وکړي چې کله به د امریکا حکومت په ګرده نړۍ کې د ترهګرو په نښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو کارول ودروي؟

لیکوال پال مېلر لیکي، د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پروګرام یو تاکتیکي او تیکنالوژیکي نوښت لري چې د القاعده پر ضد یې په جګړې کې ډېر زیات کار کړی دی.

د دې ټیکنالوژۍ له لارې په دقیق او کره ډول نښه ویشتل کېږي او دا یو داسې شی دی چې د امریکا پوځ یې له نسلونو خوب لیده.

لیکوال وايي، خو بې پیلوټه الوتکو بریدونه د جګړې هغه عمل دی چې په کې خلک وژل کېږي. او جګړې یوه ورځ ودرېږي. جګړې باید یوه ورځ پای ته ورسي. پای ته نه رسېدونکې جګړې د منلو وړ هم نه دي او خطرناکې هم دي. د امریکا حکومت د دې دعوه نه شي کولای چې د یوه کس پر ضد دې د نه ختمېدونکې، نړیوالې جګړې عمل روان کړي چې دا یې ملي امنیت ته د ګواښ په توګه ویني.

پال مېلر وايي، په دې باور نه لري چې د امریکا ولسمشرانو جارج بوش او باراک اوباما دې له خپل واکه نا وړه ګټه اخیستې وي. دا هم ښکاره ده چې بې پیلوټه الوتکې به تر څو کالونو پورې په اسمان کې وي، مانا دا چې بریدونه به کوي. خو د دې دا مانا نه ده چې هر امریکايي ولسمشر دې دا کاروي.

د مقالې تر مخې، د سپټمبر د یولسمې تر بریدونو وروسته امریکايي کانګرس ولسمشر ته دا اجازه ورکړه چې د هغو کسانو پر ضد دې ټول ضروري او مناسبه قوت وکاروي چې دا جګړه یې پیل کړې وه.

خو اوسنیو حالاتو ته په کتو، ولسمشر باید دا واضحه کړي چې پر داسې دقیقې تګلارې کار کوي چې د القاعده پر ضد جګړه دې پای ته ورسوي او له دې سره بیا د حکومت هغه هڅې هم ودرېږي چې له لارې یې دوی خلک وژني.

پوښتنه دا ده چې دا جګړه به کله پای ته رسي؟ لیکوال لیکي، دا یې ځواب نشي کېدای چې هر کله د القاعده ټول غړي ووژل شي نو بیا. ځواب لږ تت او پېچلی دی. جګړه به هغه مهال پای ته رسي چې د امریکا استخبارات القاعده په واضح ډول د ملي امنیت لپاره خطر نه ګڼي.
XS
SM
MD
LG