د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل ښار د توغنديو ويشتونکى نيول شوى


د کابل امنیې قومندانۍ وایي، هغه کس یي ونیوه چې نن سهار یي په کابل ښار توغندي وتوغول.

له دغې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ، دغه کس د کابل ښار د حسن ګوساله له پله څخه دوه توغندي د جرګې په خوا ور وتوغول چې وروسته پولیسو سیمه کې پلټنې پيل کړې او دغه کس یې ونیوه.

نن سهار دوه توغندي په کابل ښار کې ولګیدل، چې یو توغندی د سرسبزي په څلور لارې او بل د باغ بالا په سیمه کې لګیدلی چې یو ملکي کس په کې سرسري ټپي شوی وو.

د حزب اسلامي یوه ویاند زبیر مشال ریډیو ته وویل، چې دغه توغندي دوی توغولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، چې تیره شپه یې د جرګې په سیمه یو توغندی توغولی چې امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG