د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند و پاکستان تجارت به افغانستان ته هم وغځول شي کنه؟


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له خپل هندي سیال من موهن سینګ سره د سارک غونډې سره په څنګ خپلو کې ویني.۱۰ نومبر ۲۰۱۱
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له خپل هندي سیال من موهن سینګ سره د سارک غونډې سره په څنګ خپلو کې ویني.۱۰ نومبر ۲۰۱۱
منور شاه - پراګ
د پاکستان او هند تر منځ له تیرې څه مودې راهیسې تعلقات ډیر ښه شوي او دواړه هیوادونه غواړي چې خپلې مسلې په خبرو اترو هوارې کړي. ددې ترڅنګ دواړه هیوادونه تجارتي تعلقاتو ته وده ورکولو باندې هم سلا شوي دي.په دې لړ کې پاکستان څو هفتې وړاندې هند ته دتجارت لپاره د ډیر غوریز هیواد درجه هم ورکړې.

دا چې ډیر غوریز هیواد څه مانا لري او دا به څه ډول عملي کولای شي په دې اړه د اقتصادي چارو کار پوه اکرام هوتي مشال ریډیو ته وویل

د دې دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت خو اول هم وو چې د یو مثبت فهرست ترمخه به په محدوده پیمانه کیده خو اوس به یو منفي فهرست جوړولای شي چې د محدود توکو نه علاوه نور د هرڅه تجارت به پکې شامل وي. دویم دا چې دا کار به وخت اخلي او دا به حکومت نه بلکه ددواړو هیوادونو اقتصادي ماهرین او سوداګر په ګډه تر سره کوي .

اکرام هوتي زیاتوي تجارت ډیر ګټه ورکار دې چې په زیاتیدو به یې هند او پاکستان دواړو ته ګټه ورسي.

بلخوا پروفیسر خورشید احمد چې د اقتصادي چارو کارپوه دې د هند او پاکستان ترمنځ د تجارت د ودې په اړه وايي ددې ډیره ګټه به هند ته رسي او لږه پاکستان ته. نوموړې زیاتوي

دا مهال پاکستان له هنده د ۱۹۴۵ شیان د درامد لپاره په مثبت فهرست کې اچولي دي. له پاکستانه بیا هند ته د تلونکو شیانو فهرست د دې شمېرې له نیمايي هم کم دی. همدا وجه ده، چې اوسنی تجارتي توازن د یو او شپږو په نسبت دی. او دا د هند په حق کې دی. د تر ټولو غوره هیواد حیثیت ورکولو سیاسي او جذباتي اړخ کیدای شي چې روښانه وي خو عملاً د دې دومره زیات فرق نشته. هغه شیان چې د پاکستان لپاره مهم دي او د دې له لارې تجارتي مقابله کېدای شي، پر هغو شیانو په هند کې رعایت ورکول کېږي، په دې کې بجلي هم ده، سره هم ده. نو د دې ټولو وجوهاتو له کبله به د پاکستان تاوان کېږي.

اکرام هوتي وايي چې هند ته دغوریز هیواد درجې ورکولو په نتیجه کې ګڼ شمیر توکي داسې شته چې پاکستان یې د هند د ضرورت مطابق تیارولای یا پیدا کولای شي، او په دې لړ کې د پاکستان په کرهڼه یا زراعت کې ډیر ګنجایش موجود دی.

بلخوا له ډیره وخته راهیسې هند او افغانستان غواړي چې پاکستان دې دوي ته د تجارت لپاره لاره ورکړي خو پاکستان دا غوښتنه ردوي.

اوس چې هند د پاکستان لپاره د غوره هیواد درجه لري آیا هند به له پاکستانه و افغانستان ته د تجارت لپاره د لارې په ترلاسه کولو کې بریالی شي که څنګه په دې پوښتنه اکرام هوتي وايي،

له پاکستانه افغانستان ته د ګڼ شمیر توکو تجارت کېدای شي، بیا دغوره هیواد په توګه له هند سره په تجارت به هم پاکستان ته ګټې رسي. اوس به هند او افغانستان په پاکستان زور اچوي چې ددوی ترمنځه تجارت لپاره دې لاره ورکړي، او که پاکستان یې نه مني نو هند به ورسره تجارتي تعلقات کموي چې پاکستان ته به یې ډیر نقصان وي نو دا د پاکستان په ګټه ده چې د هند او افغانستان ترمنځه تجارت لپاره لاره ورکړي .

څیړونکي دا نظر لري چې دسیمې دهیوادونو ترمنځه تجارتي اړیکو زیاتولو او غځولو سره به دا هیوادونه د خپلو سیاسي ستونزو هوارولو لپاره هم خپلې هڅې تندې کړي چې له مخه یې په سیمه کې دایمي امن راتلای شي.
XS
SM
MD
LG