د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستاني مېډيا کې د عمران خان بې ځایه ځلول


د تحريک انصاف مشر عمران خان
د تحريک انصاف مشر عمران خان
د پاکستان یوې انګرېزي ورځپاڼې ايکسپريس ټريبیون کې ليکوالې عایشه اعجاز خان يوه مقاله د تحريک انصاف مشر عمران خان ته د پاکستاني ميډيا لخوا د زیاتېدونکې توجو ورکولو په اړه ليکلېده.

عایشه اعجاز خان ليکي د پاکستان الیکټرونیکي ميډیا عمران خان د يو سياسی متبادل په څېر ښيي او په ځينو پروګرامونو کې هره مياشت په باقاعده توګه برخه هم اخلي. خو ددې باوجود د زيات تره خلکو په ذهنونو کې عمران خان یوه معمه ده.

عایشه اعجاز خان د يوه ټي وي پروګرام جوابده د اکتوبر دويمې نيټي حواله ورکړې او ليکي چې ددې پروګرام کوربه د ميلمنو نه ډيرې سختې پوښتنې کوي خو چې کله عمران خان په دې پروګرام کې ميلمه وو نو له هغه یې هغه شان پوښتنې ونکړې.

ورځپاڼه ليکي عمران خان له امريکا سره د اړيکو په اړه ويلي وو چې دوی ملګرتيا کول غواړی نه غلامی، په دي اړه خبريال نجم سيټي ويلي وو چې پخواني پوځي مشر ايوب خان هم خپل کتاب په دي خبره ليکلي وو او دوی دا نظريه د عمران خان له خبری سره پرتله کړې. څلور ليسزې تېرې شوې او دا خبره په زړه پورې ده خو عملي کول یې ډير ګران دي.
عایشه اعجاز خان ليکي چې په لاهور کې د جلسي وروستو عمران خان د نسيم زهره پاليسي ميټرز نومي پروګرام کې ميلمه وو. عمران خان په دې پروګرام کې د خپلو اثاثو په اړه ځواب ورنکړو او ددې پرځای یې په اصولونو خبرې شورو کړې او خبره یې خپل د چين په سفر واړوه وله.

په خپل خبرو کې عمران خان ويل چې پاکستان دې د غربت ختمولو لپاره د چين ماډل خپل کړي خو کوربه د ددې خبرې وضاحت اخیستو پرځای د عمران خان له خبرې سره سلا شوه.

عایشه اعجاز خان پوښتنې راپورته کړې ايا څنګه ممکنه ده پاکستان د چين ماډل خپل کړي ځکه چې چين لوی اقتصاد لري، د يو ماشوم لرلو پاليسي لري، په مذهب او جمهوريت بنديزونه دي نو ايا دا کارونه په پاکستان کي عملي کول ممکن دي.

ورځپاڼه ليکي عمران خان د ښځو او د اقليتو د حقوقو خبره کوي خو په ۲۰۰۶ کال کې په پارليمان کې د ښځو د حقوقو خوندي ساتلو بل مخالفت یې کړی وو. او عمران خان د اقليتونو دحقوقو خبره کوي نو دوی د اپريل مياشت د درنې یا ناستي تحريک د اکوړه خټک مدرسي نه شورو کړو چرته چې د شيعه مسلک پرضد تبلغ کيږی.

عایشه اعجاز خان ليکي چې د تحريک انصاف ګوند غړي وايي چې په دې دواړه خبرو کې خپلمنځی اختلاف وو خو عمران دا مخالفت رد کړو او خپله یې فيصله وکړه. د تحريک انصاف ګوند سټراتيجي عمران خان زيات نه زيات څرګنده ول دي ځکه ددوی په ګوند کې دا خبره کيږی چې له عمران خان سره شامل شی دا نه وايي چې تحريک انصاف سر یوځای شي.
XS
SM
MD
LG