د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ خبریال په بلوچستان کې د دړکو او ورکېدو کیسه کوي


بلوڅ خبریال سراج احمد ملک چې په امریکا کې ورته سیاسي پناه ورکړل شوېده.
بلوڅ خبریال سراج احمد ملک چې په امریکا کې ورته سیاسي پناه ورکړل شوېده.
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې يو بلوچ خبریال سراج احمد ملک ته د امريکا لخوا د سياسي پناه ورکولو په اړه مقاله خپره کړې. ورځپاڼه ليکي سراج ويره لرله چې په خپل هيواد کې یې ژوند ته خطر دی او د دوی ملګري لادرکه کيږی او بیا یې په ډزو ویشتلي مړي موندل کيږي.

ورځپاڼه ليکي چې د يو ډاکټر زوی له خپله کوره پورته کړل شو او بيا ورک شو. د سراج يو بل خبریال ملګری وتېښتول شو او بيا یې مړی د سیند نه وموندل شو. هم دغه شان د طالب علمانو سازمان د يو مشر مړی په لويه لاره وموندل شو.

ورځپاڼې په مقاله کې د سراج ملک چې دا وخت د امريکا ارلينګټن ښار ګوتي کې اوسيږي د مرکي حواله ورکړې او ليکي چې دوی به په خپل هيواد کې له ماشومانو سره د کرکټ لوبې کولې، د خلکو سره به یې مرکې کولې او د ځوان خبريالانو سره به یې خبریالي کوله. خو د جون مياشت په لومړو کې د دوی استاد چې شاعر او سکالر وو په کوټه کې نامعلومه کسانو وژلو.

ورځپاڼه ليکي چې سراج د اګست په ۱۹مه نيټه په امريکا کې د پناه درخواست جمع کړو، په دې درخواست کې سراج ويلي وو چې دی په بلوچستان کې خبریال او سماجي کارکن دی او په نسل بلوچ دی او د پوځ لخوا د نيولو او پرې تشدد کولو ويره لري او کيدای شي چې اسټیبلیشمنټ دی وتېښتوي او بيا یې وژني.

ورځپاڼه ليکي دوه اونۍ وروسته دسراج درخواست منظور شو ، دا په امريکا کې ډير غير معمولي ګام وو چې دومره لږ وخت کې د امريکا لخوا يو پاکستاني ته پناه ورکړل شوه چې دا مهال د دواړو هيوادونو اړيکي پيچيلي دي.

سراج ملک د پناه درخواست منظور کيدو وروسته وايي چې دوی کله هم نه غوښتل چې خپل هيواد پريږی خو نه غواړی چې هلته شهيد شي. سراج زياته وي چې په بلوچستان کې د ارجنټاين په شان ناوړه جنګ روان دی او دوی ضرورت محسوسه وي چې دا کیسې بيان کړي خو دا نه شي زغملای چې په خپله کیسه جوړه شي.

ورځپاڼه ليکي بلوچستان ته بهرملکی خبريالان نه شي تللای چې زمکني حقایق معلوم کړي، او په پاکستان کې ورځپاڼې د القاعده او د طالبان پرضد عملياتو او د ډرون بريدونه په اړه خبرونه خپروي او په دي سيمه کې چې څه روان دي د هغي په اړه غلي دي. ددې له وجې د سراج په شان څو خبريالانو خپل کورونه پرې اېښي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په مقاله کې د سراج د مرکي حواله ورکړل شوې او ليکي چې د دوی په ذهن کې تل د لا درکه کيدو ويره وي او هغه به په خپله سيمه کې له خپلو ملګرو او کارکونکو سره کار کولو چې اوس تري تم دي. نن له یو به بل چا سره داسې کيږي خو سبا له دوی سره هم داسې کيدای شي.

ورځپاڼې په مقاله کې د بشري حقوقو د څار ادارې د رپورټ حواله هم ورکړې او ليکي چې په بلوچستان کې د مشرانو او روښان فکرانو د لادرکه کيدو پيښي سيوا شوي دي او په ۲۰۰۹م کال کې د تېښتول کېدو او د وژل کېدو ۴۵ پيښي رامنځ ته شوېدي.

ورځپاڼې د سراج حواله ورکړې چې د دوی په وينا په تېره ليسزه کې ۵۰۰۰ بلوڅان لا درکه شوي او دا معامله کله هم په سنجيده توګه نه ده اخیستل شوې.

ورځپاڼې په مقاله کې د یوه پاکستاني سفارتکار حواله ورکړې او ليکي چې چارواکوسره ددې ځوابونه نشته او هغه ځکه چې احتساب نه کيږي. سراج هم په امريکا کې د پاته کيدو لپاره دروغ ويلي او حالات داسي نه دي چې څنګه هغه بيان کړي دي.

ورځپاڼه ليکي چې د پاکستان نوموړی خبریال نجم سيټي چې د سراج مشر پاتې شوی وو د خپل ملک د اسټېبلیشمنټ له ویرې په امريکا کې موجود دی. نجم سيټي وایي چې په پاکستان کې د حکومتي درغلو په ډاګه کولو لپاره مېډيا ازاده ده خو د پوځ او استخباراتي ادارو په اړه ليکل له خوفه ډکه خبره ده. سيټي وايي چې ميډيا ځکه هم وېريږي چې ددوی د بچ کولو لپاره څوک نشته.

واشنګتن پوست ورځپاڼې د مقالې په پای کې د سراج حواله ورکړې او ليکي نورې نړۍ ته د بلوچستان اواز رسولو لپاره د يو پيغام رسونکي ضرورت دی. دوی په امريکا کې خو نه هم پيسي لري او نه هم دفتر خو غواړي چې خپل غږ له دې ځایه وروسوي.
XS
SM
MD
LG