د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په ډيلي کې د هند و پاکستان د تجارتي پلاو خبرې کېږي


د هند و پاکستان وزیراعظمانو من موهن سینګ او سید یوسف رضا ګیلاني په مالدیپ کې د سارک غونډې په څنګ خپلو کې د لیدو پر مهال د دوه اړخیزه تعلقاتو ښه کولو هوډ کړی وو.
د هند و پاکستان وزیراعظمانو من موهن سینګ او سید یوسف رضا ګیلاني په مالدیپ کې د سارک غونډې په څنګ خپلو کې د لیدو پر مهال د دوه اړخیزه تعلقاتو ښه کولو هوډ کړی وو.
د پاکستان او هند تر مينځ د سيکر یټریانو په کچه خبرې نن د هند په ښار نوي ډیلي کې شروع شوې دي.

د تجارت وزارت وياند عدنان منظور وايي په دې دوه ورځنیو مذاکراتو کې دپاکستاني پلاوي ( وفد) مشري د تجارت سيکرېتر ظفر محمود او د هندي پلاوي مشري راهول کېلر کوي.دا خبرې اترې د تجارت زياتولو،غیرمحصولي خنډونه ختمولو اود ويزو په اړه دي.

د پاکستان د بهرنو چاروکارپوه اکرم ذکي وايي چې هند په پاکستان په تجارتي برخه کې کوم بندیزونه لګولي دي د هغي له وجې پاکستان ته په تجارت کې زيان رسيدلي دي.خو دا مزاکرات به د دواڼو هيوادونو لپاره ګټه ور وي ځکه چې د سارک غونډې په وخت د هند وزيراعظم من موهن سنګ ويلي دي چې پاکستان سره به په خصوصي توګه تجارت کوي .

ياده دي وي چې د روانې مياشتې په شروع کې د هند له دورې نه د واپسي په وخت دتجارت مرکزي وزير امين فهيم ويلي وو چې ډير ژر به د هند او پاکستان تر مينځ تجارت زيات کړل شي اودا به په راتلونکو درو کالو کې شپږ ارب ډالر ته ورسېږي.
XS
SM
MD
LG