د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سرتېري ته د افغانانو په وژنه عمر قید


د افغانستان د کندهار په جنوب کې امریکايي سرتېري تر عملیاتو وروسته
د افغانستان د کندهار په جنوب کې امریکايي سرتېري تر عملیاتو وروسته
شاهین بونیری، مشال راډیو

پراګ
- د رویټرز خبري اژانس د یوه رپورټ تر مخې، په امریکا کې یو پوځي عدالت هغه امریکايي عسکر ته د عمر د قید سزا اورولې ده چې د افغانستان په کندهار کې یې بې ګناه خلک وژلي او له هغوی یې بیا ګوتې پرې کړې وې.

۲۶ کالن کېلوېن ګېبز به اته نیم کال وروسته په ضمانت له زندانه وتلای شي.

د عدالت دا پرېکړه په افغانستان کې، د امریکايي ځواکونو د ظلمونو په اړه د پلټنو په اړه د یو نیم کال تر پلټنو وروسته مخې ته راغلې ده.

د امریکا د دفاعي چارو د وزارت پینټاګان چارواکي وايی چې دې پېښو په ټوله نړۍ کې د امریکا نوم ته زیان رسولی دی.

په عدالتي کارروايۍ کې هغه عکسونه د ثبوت په توګه وړاندې کړل شوي دي چې په کې ګېبز د وژل شویو افغانانو له مړو سره ولاړ دی. ګېبز د عدالت لخوا د سزا تر اورېدو وړاندې له څه ویلو ډډه کړې ده.

د هغه وکیل فېلیف سټیک هاوس له عدالته غوښتي چې د ضمانت په معامله کې دې نرمي وکړي ځکه چې د مقدمې له پیله مخکې هغه ته د غور او فکر لپاره پوره وخت میسر وو، او هغه اوس هسې نه دی لکه چې په افغانستان کې وو.

وکیل وايي، ګېبز په راتلونکې کې له خپل زوی سره یو ځای کېدل غواړي.

د پوځ د استغاثې وکیل مېجر ډرې لبلانک د ګېبز د ضمانت پر ضد دلیلونه ورکړل او و یې ویل چې ګېبز اکثر د افغانانو پر ضد خبرې کړې دي او هغوی یې وحشیان بللي دي.

ګېبز د هغه ټولي مشر وو چې بې وسلې افغانان یې وژل او وروسته به یې ویل چې دا یې په جګړه کې وژلي دي.

ګېبز اصرار کوي چې په ده چې د دوو افغانانو د وژنې تور دی نو هغوی یې په خپله دفاع کې وژلي دي. دی له دې هم انکاري دی چې له وژل شویو سره یې وسلې ښخې کړې وې.

د استغاثې (مخالف) وکیلانو ګېبز د وینې د تږي کس په توګه ښيي، چې خپلو ملګرو ته به یې دړکې ورکولې او له هغو خلکو یې زښته کرکه لره چې د ساتنې ذمه واري یې د نورو امریکايي سرتېرو په توګه، د ده پر غاړه وه.
XS
SM
MD
LG