د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمند بیرته برتانوي ځواکونو ته سپارل کېږي


هلمند لښکر ګاه :یو برتانوی سرتېری هېلمندي ماشومانو ته خپل توپک ښيي.
هلمند لښکر ګاه :یو برتانوی سرتېری هېلمندي ماشومانو ته خپل توپک ښيي.
د برتانییا ډیلي ټیلګراف ورځپاڼه د یوه امریکایی جنرال له خولې وایي چې په هلمند کې دیره د امریکایي عسکرو شمیر به راکم شي او پرځای به یې د دې ولایت په ډیرو سیمو کې چې مخکې نا ارامې وې، بیرته بریتانوي ځواکونه ځای پرځای شي.


په هلمند کې په زیاته اندازه د امریکایي ځواکونو د شمیر په کمیدو سره به د دې ولایت د پخوانیو اډو لکه د سنګین، موسی کلا او نوزاد کنټرول بیرته بریتانوي ځواکونو ته وسپارل شي.

ویل شوي چې په هلمند کې د امریکایي ۲۰ زرو پلي سمندري ځواکونو شمیر به چې ترډیره حده یی په سیمه کې امن ټینګ کړی، د راتلونکې کال ترسپټمبر میاشتی پورې څلورمې برخې ته راکم شي.

خو جنرال جان تولان خبرداری ورکړچې افغانانو د دې خبر له اوریدو وروسته چې د امریکایي ځواکونو شمیر به په سیمه کې دیره د بریتانوي ۹ زروعسکرو څخه کم شي، اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغه په وینا دوی له اوسنی وضعیت څخه راضي دي.

په هلمند کې د ناتو ځواکونو قومندان دغه رازوویل چې د ځواکونو د شمیر په کمیدو سره به په سیمه کې ډیرلږ عسکرپاتې شي چې د طالبانو په وړاندې عملیات ترسره کړي.

داسې اندیښنې موجودی دې چې د عسکرو د شمیر په کمیدو سره به په هلمند کې چې یو وخت د طالبانو د فعالیتونو مرکز و، افغان ځواکونه ونه توانیږي چې امنیت ټینګ کړي او دا به د دې سبب شي چې ترلاسه شوي پرمختګونه له خطرسره مخامخ شي.

د امریکایي عسکرو د شمیرکمول د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي راتلونکي کال په دې هیواد کې د دیره سل زرو ځواکونو له جملې دیرش زره عسکر بیرته وطن ته ستانه کړي.

جنرال تولان وویل، د هلمند په امن کیدو سره به امریکایي ځواکونه د غزني ولایت په څیرد افغانستان ختیځ نا اراموسیموته واستول شي.

له هلمنده د امریکایي ځواکونو وتل به د هلمند د سیند په اوږدو کې د شاوخوا سمسورو سیمو چې د سنګین په شمول ترکجکې بند پورې غزیدلي دي، د امنیت د ټینګښت اړتیارامنځ ته کړي. سنګین هغه سیمه ده چې پکې بریتانوي ځواکونو ته د ۳۸۴ د سر زیان نژدې دریمه برخه په همدې سیمه کې رسیدلې وه.

امریکایي جنرال تولان په دغو خطرناکو سیمو کې د بریتانوي ځواکونو د بیرته ځای پرځای کیدو مسلې ته په اشاره وویل، له تکتیکي پلوه ښایي د دې پلان پرځینو اړخونو غوروشي خو هغه افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د امریکایي جنګي ځواکونو، د استخباراتو د راټولو او روغتیایي سهولتونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په دې سیمه کې پاتی وي.
XS
SM
MD
LG