د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلم لیګ، تحریک انصاف جلسې او د سیاسي وضعې تصویر


عمران خان وايي بدلون راغلی دی. کار پوه امتیاز عالم وايي، نه خو بدلون راغلی دی او نه هم راتلونکی دی، بلکې د دې لپاره هڅې روانې دي.
عمران خان وايي بدلون راغلی دی. کار پوه امتیاز عالم وايي، نه خو بدلون راغلی دی او نه هم راتلونکی دی، بلکې د دې لپاره هڅې روانې دي.
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ
- ورځي وړاندې په لاهور کې د مسلم ليګ ( ن )او بيا ور پسې د تحريک انصاف ګوند لويې جلسې وکړې.

د دواړو ګوندونو مشرانو د دغه هيواد په حکومت نيواکي وکړي او زور يې پر راوړ چې ژر تر ژره دې حکومت پرېږدي او انتخابات دې وکړي.

د دې ګوندونو دا څرګندونې څومره جدي دي؟ او ایا دا واقعي په پاکستان کې سیاسي بحران را وستای شي؟ د سیاسي چارو کارپوه امتیاز عالم وايي، نه دا تش سیاسي کیمپېن دی: ((ځکه چې زما په خیال عمران خان د خپل ګوندو مضبوطولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري. همدا راز، نواز شریف هم سیاسي بحران نشي راوستای ځکه چې هغه به هم لا انتخاباتو ته تیاري کوي. خو دا خبره ده چې انتخابات را نېږدې کېږي نو هومره به سیاسي ګوندونه هم په حرکت کې راځي.))


په پاکستان کې د سینېټ (مشرانو جرګه) انتخابات په ۲۰۱۲ز کال کې او ټولټاکنې په ۲۰۱۳ز کال کېږي؛ خو په دې هیواد کې کار پوهان وايي چې د سیاسي ګوندونو له اوسه له یو بل سره رابطې پیل کړې دي.

د انتخاباتو لپاره د کومو ګوندونو تر منځ د اېتلاف امکان دی؟

امتیاز عالم یې په ځواب کې وايي: ((زما په نظر، بېلا بېل محاذونه به جوړېږي. مذهبي ګوندونه به پر یو ځای را ټولېږي. او دا هم کېدای شي چې د عمران خان له جماعت اسلامي سره سلا راشي. بل پلو په حکومت کې موجود اوسني ګوندونه هم کېدای شي د راتلونکو انتخاباتو لپاره اتحاد جوړ کړي. دا امکان زیات دی چې په خیبر پښتونخوا کې به عوامي نیشنل ګوند او پیپلز ګوند په ګډه په انتخاباتو کې برخه واخلي. ))

د پاکستان مسلم لیګ مشران نواز شریف او شهباز شریف.
د پاکستان مسلم لیګ مشران نواز شریف او شهباز شریف.
ورځې مخکې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د خپلې وینا پر مهال ویلي ول، په پاکستان کې بدلون د راتګ په حال کې نه دی بلکې راغلی دی.

ایا په ریښتیا همداسې ده؟

امتیاز عالم یو ځل بیا: ((نه، بدلون نه دی راغلی او هڅې روانې دي. د خلکو چې له حکومته هیلې وې هغه نه پوره کېږي او عمران خان له دې حالاتو ګټه پورته کوي. خو اوس دا خبره چې عمران خان په دې لړ کې څومره او تر کوم وخته بریالی کېدای شي؟ دا نه ده مالومه!!))


د کارپوهانو په وینا، که څه هم په پاکستان کې عمومي انتخاباتو ته لا ډېر وخت پاتې دی خو هغه ګوندونه چې تګلارې یې یو بل ته ورته والی لري، له اوسه یې له یو بل سره رابطې پیل کړې دي.
XS
SM
MD
LG