د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوړ پوړی امریکايي قوماندان له دندې لرې کړل شو


په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جان الن
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جان الن
ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ
- د امريکا يو لوړ پوړی پوځي قوماندان پر افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه پر حکومت له تنقيد کولو وروسته له دندې لرې کړل شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان ايلن يوه خبر پاڼه کې ويلي دي مېجر جنرل پيټر فولر يې د افغانستان د پوځ او پوليسو د روزنې د مرستيال مشر له دندې ګوښه کړی دی.

دا ګام تر هغې وروسته اخيستل شوی دی چې له واشننګټن څخه له خپرېدونکې ورځپاڼې پوليټيکو سره د مرکې پر مهال مېجر جنرل فولر افغان مشران له واقعيتونو لرې، نا منندويه او د يو ليد لوري نه لرونکي خلک بللي وو.

ورځپاڼې د هغه له خولې ليکلي چې افغان مشران د افغانستان د ثبات لپاره د امريکا ورکړې قربانۍ نه پېژني. جنرال فولر په مرکه کې پر افغان ولسمشر نيوکې هم کړې دي. د برتانيې ورځپاڼه دي ټایمز د جنرل فولر د مرکي مهم ټکي راخيستي او د هغه له خولې ليکي د افغان ولسمشر لخوا پر پاکستان د امريکا د حملې په صورت کې د پاکستان پر مرستي په خبره خوشاله نه دی. افغان ولسمشر د دي خبری سپيناوی کړی وو چې د ده خبرې په غلط ډول اخستي وي وه.
د جنرال فولر د لرې کېدو په اړه په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې د هغه خبرې د افغانستان او امريکا د حکومتونو ترمنځ د قوي اړيکو استازيتوب نه کوي.

جنرل ايلن وائي چې د افغانستان خلک ډير درانه دي او دغه شان خبری په افغانستا ن کې د امريکا ماموریت یا مشن اغېزمنولای شي، چې په دي هيواد کې امن، ثبات او سوکالي راولي.

رايټرز خبری اژانس ليکي چې د جنرل فولر لخوا له ولسي غبرګون سره واشنګتن له خجالت سره مخامخ شوی دي. خبري اژانس د امريکا د پوځی مرکز پينټاګون د وياند جارج ليټل حواله ورکړی اوليکي چې د د فاع وزير ليون پينټا له مرکې نه خبر وو او دا څرګندونې د جنرال فولر ذاتي دي دا د دفاع وزارت استازيتوب نه کوي.

دی زياتوي چې د دفاع وزير په جنرل ايلن پوره باور لري او په دي معامله کې د هغي فيصلي احترام کوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۰ز کال کې، په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال سټینلي ميک کرسټل هم له خپلې څوکۍ لرې کړل شوی وو.

ميک کرسټل يوه مجلي رولنګ سټون سره په مرکه کې پر امریکايي چارواکو نیوکې کړې وې.
XS
SM
MD
LG