د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې د حج مراسم


د نړۍ له ګوټ ګوټ خلک د حج لپاره د مکې مسجد الحرام ته ځي.
د نړۍ له ګوټ ګوټ خلک د حج لپاره د مکې مسجد الحرام ته ځي.
نن د نړی مسلمانانو د حج د فریضې د ادا کولو مراسم پیل کړي.

د سعودي عرب چارواکي وایی، په دغه شپږ ورځينیو مراسمو کی شا و خوا دوه نیم میلیونه کسان ګډون کوي.

د حج مراسم هر کال د مسلمانانو په مقدسه ښار مکه معظمې کې تر سره کېږي چې په کې د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم زېږېدلی وو.

سږ کال د حج مراسم پر داسې مهال تر سره کېږي چې په عربي نړۍ کې د ټولواکه حکومتونو پر ضد لویې مظاهرې شوې دي او بدلونونه هم راغلي دي.

د یکشنبې په ورځ به د حج له بشپړېدو سره سم، ټول حاجیان د قربانۍ څاروي حلالوي چې دا د اسلام تر مخې، د یوه بل پیغمبر ابراهیم علیه السلام سنت دی.

تر دې وروسته بیا زیاتره حاجیان مدینه منورې ښار ته ځي چې په کې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم روضه ده.

له افغانستان و پاکستانه هم په لسګونه زره حاجیان دا مهال په مکې کې دي او د حج مراسم تر سره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG