د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا باید د پاکستان لپاره له سره تګلاره جوړه کړي


پامیر ساحل، مشال راډیو

واشنګټن
- په امریکا کې د جارج ټاون پوهنتون یوې استادې کیرول کرسټین فېیر یوه څېړنه کړې ده او په تفصیلي توګه یې د امریکا او پاکستان په اړیکو بحث کړی دی او بیا یې لیکلي چې د پاکستان لپاره باید د امریکا تګلاره څنګه وي؟

استاده کیرول کرسټین فېیر لیکي په امریکا کې چارواکي او خلک اکثر د پاکستان و امریکا تر منځ د تېرو ۱۰ کالونو د اړیکو په اړه د باور د نشتوالي خبره کوي. په پاکستان کې هم دا تاثر دی چې امریکا، پاکستان د خپل مطلب لپاره وکاراوه او بیا یې پرېښود.

کرسټین فېیر لیکي، د سپټمبر د یولسمې تر پېښو وروسته دا لس کاله ښيي چې د پاکستان ستراتیژیکي ګټې د امریکا له هغو ډېرې بېلې او جدا دي. د پاکستان و امریکا د اړیکو څارونکي دا مني چې د پاکستان ملګري لکه د حقاني اورپکه شبکه، افغان طالبان او سختدریځه اسلامپاله ډلې لکه لشکر طیبه، دا ټول د امریکا دښمنان دي. دا هم واضحه ده چې په سیمه کې د امریکا ملګری هند چې ورسره یې ملګرتوب پر مخ ځي، د پاکستان لپاره د مخالف او سیال حیثیت لري.

همدا راز، د امریکا د تګلارې تر مخې دې هیواد تل د پاکستان پوځ ته پر ملاتړ ورکولو ټینګار کړی دی.

هلته پاکستان له ۲۰۰۴ز کال راهیسې د ځېنو وسله والو ډلو پر ضد عملیات کړي دي او د ځېنو پر ضد یې نه دي کړي. د لیکوالې په خبره، په دې جګړه کې د پاکستان ګڼ شمېر ولسي وګړي او پوځیان وژل شوي دي خو پاکستان یواځې د هغو وسله والو قوماندانانو پر ضد عملي ګامونه اخیستي دي چې دې هیواد ته تاوان رسوي. خو بل پلو ته بیا د ملا نذیر او ملا ګل بهادر په څېر وسله والو قوماندانانو ته هیڅ نه وايي چې په افغانستان کې امریکايي سرتېري په نښه کوي او دې وسله والو ته پاکستان د ملګرو په سترګه ګوري.

په څېړنه کې لیکل شوي، که امریکا ته وګورو نو له ۲۰۰۲ز کال راهیسې تر روان کاله یې پاکستان ته د ۲۲ اربه ډالرو اقتصادي او پوځي مرستې ورکړې دي. خو د دې په ځواب کې بیا پاکستان د حقاني له اورپکې ډلې سره مرسته کړې ده چې امریکا ورسره جګړه کوي.

کرسټین فېیر لیکي، پاکستان په بیا بیا ویلي چې له امریکا سره ستراتیژیکي رښته نه غواړي؛ بلکې غواړي چې له امریکا سره سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکي پراخه کړي او له امریکا سره ژمنتیا کمه کړي.

څېړونکې لیکي، په اروپا او امریکا کې د مسلمانانو شمېر کم دی او دا مسلمانان سختدریځه کېږي او په پاکستان، یمن او سومالیا کې روزل کېږي. دا کار د پاکستان او امریکا و نړیوالې ټولنې تر منځ ټکر را منځ ته کوي.

نو اوس په داسې حال کې باید د امریکا و پاکستان اړیکي په راتلونکو ۱۰ کالونو کې څنګه وي؟

کرسټین فېیر لیکي، باید د پاکستان و امریکا د اړیکو لپاره له سره قالب جوړ کړل شي.

لومړی، امریکا باید پاکستان مجبوره کړي چې د وسله والو په ستراتیژیکي توګه د کارولو تګلاره پرېږدي. امریکا او د دې ملګري باید د هغو ګواښونو چې له پاکستانه راځي د مخنیوي لپاره خپلې هڅې له سره جوړې او عملي کړي.

دویم، امریکا باید له پاکستان سره د ستراتیژیکو اړیکو خبرې پرېږدي او ورسره تهذیبي یا مدني اړیکي ولري. دا عمل باید مسلسل او ورو وي.

درېيم، پاکستان ستراتیژیکي اړیکي نه غواړي، نو باید ورسره د ورکړې راکړې په اساس اړیکي وساتل شي او باید له پاکستانه هیله ولري چې په دې ترځ کې پوره کار وکړي.

څلورم، په پاکستان کې د پرمختګ لپاره د امریکا د نړیوالې ادارې یو ایس اې آی ډي د کار کتنه دې وشي. د دې ادارې پر صلاحیت باید پوښتنې را پورته کړل شي. د دې دا مانا نه ده چې امریکا دې د پاکستان په مشکلاتو کې ورسره مرسته ونکړي، دا کار دې کوي خو په پروژو دې پوره توجه ورکوي.

پینځم، امریکا باید په پاکستان کې هغه وخت د ډیموکراټیکو او ملکي ادارو پرمختګ وکړي چې پاکستان یې ور څخه په واضح ډول غوښتنه وکړي.

کرېسټین فېیر لیکي، امریکا باید د پاکستان له پوځ سره هم هغه برخورد وکړي چې له نورو پوځونو سره یې کوي. د دې خبرې مانا دا ده چې د پاکستان پوځ ته دې د پوځ په سترګه ګوري او له دې زیات ارزښت دې نه ورکوي.

لیکواله زیاتوي، د دې هیڅ دلیل نشته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره دې د پاکستان د پوځ له مشرانو سره په مسلسل ډول وګوري. امریکا باید د پوځ له دې خاکي درېشي یا وردۍ سره خپل جوړ عادت پرېږدي.
XS
SM
MD
LG