د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: یوې انجلۍ په سوره کې له ودېدو انکار وکړ


واده یو جنج یا ورا په انځور کې
واده یو جنج یا ورا په انځور کې

غلام غوث - پېښور

په پېښور كې يوې انجلۍ دخپلي کورنۍ له اړخه د هغې په سوره کې د وركولو فيصله رد كړي ده او په عدالت کې ددي انجلۍ د خپلي کورنۍ سره د اوسيدو نه په انكار پيښور های كورټ دغه انجلۍ دارلامان ته استولې ده.

اوس د هغه سړي عمر اتيا كاله دی او کورنۍ مې د اختر وروستو هغه ته ورکوي، او زه ورسره واده كول نه غواړم.

دې انجلۍ د پيښور په لوړ عدالت کې درخواست جمع كړی وو او د هغې د کېس د اورونې په محال یې عدالت ته وویل چې دا له ۴۰ ورځو ماشومه وه چې کورنۍ یې په افغانستان کې هغه تن په سوره کې وركړې وه، چې د هغوی د کورنۍ يوه ښځه د هغې له تره سره تښتېدلې وه .

دي انجلۍ عدالت ته خپلوخبرو کې وویل، چې اوس د هغه سړي اتيا كاله عمر دی او کورنۍ مې د اختر وروستو هغه اتيا كلن سړي ته ودول غواړي، او زه ورسره واده كول نه غواړم.٬٬

چې كله ښځه په ټولنه کې د ظلم په ضد ږغ پورته كوي نو په بده سترګه ورته كتل کېږي او هغه ښځې ښې بلل کېږي چې په چوپه خوله ظلمونه ګالي.

عدالت چې كله د هغې له تره نه په دې لړ کې پوښتنه وكړه نو هغه له دط ټولو خبرو انكار وكړو.

عدالت د دغه انجلۍ درخواست خارج كړو او دارلامان ته دهغې د لیږلو امر ورکړ.

د انجلۍ مور او ورور هغې ته كور ته د تلو وويل خو دې ونه منل.

د سورې په باب د عورت فاونډيشن دبشري حقونو د يوې كار پوهې صايمه منير وويل، چې سوره يو غير انساني رسم دی چې پکې له ښځو سره د حیوانانو غوندې سلوك کېږي او دا له پښتونولي سره هيڅ تعلق نلري.

صايمه منير زياته كړه چې كله ښځه په ټولنه کې د ظلم په ضد ږغ پورته كوي يا بغاوت كوي نو په ټولنه کې دغه ښو ګامونو ته په بده سترګه كتل کېږي او په ټولنه کې هغه ښځې ښې بلل کېږي چې په چوپه خوله ظلمونه ګالي.
XS
SM
MD
LG