د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : څلور ځانمرګو شپږ تنه ووژل دوه ژوبل


د آی ار ډي د دفتر ودانۍ چې وسله وال برید ورباندې وشو
د آی ار ډي د دفتر ودانۍ چې وسله وال برید ورباندې وشو

د کندهار په ښارې نو سیمه کي د ملګرو ملتونو او نړي والو ادارو پر مرستندویه دفترونه دي ، د چاودنو او ډزو له امله شپږ کسان ووژل شو او د يو نیپالي په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.په برید کې څلور واړه ځانوژونکي هم وژل شوي دي.

د مشال ریډیو خبریال سید شا سقیم وايي چې څلور تنو ځانمرګو بریدکونکو نن په دغه سیمه کې د انټرنېشنل ریلیف ډیولیپمېنت یا آی آر ډي او د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د ادارې په دفترونو برید وکړ چې پکې یو تن د بارودو ډک ګاډۍ د آی آر ډي د دفتر مخې ته والوزولو.او نور درې د ملګروملتونو دفتر ته ننوتل او ډزې یې شورو کړې.


افغان چارواکو رسنیو ته ویلي چې درې واړه بریدکونکي یې وژلي دي.او اوس نښته پای ته رسېدلې ده.

وسلوالو طالبانو ددغه برید پړه پر سر اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG