د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پټنځایونه مهم ګواښ مخامخوي: رپورټ


ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن اسلام اباد ته د سفر پر مهال پاکستانیو چارواکو ته وویل چې د اورپکو پټنځایونه دې ونړوي.
ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن اسلام اباد ته د سفر پر مهال پاکستانیو چارواکو ته وویل چې د اورپکو پټنځایونه دې ونړوي.
هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن
- د امریکا د دفاع وزارت ویلي په پاکستان کې د اورپکو پټنځایونه لوی خطر ولاړوي.

د جمعې په ورځ د روان زېږیز کال د جګړې د رپورټ وړاندې کولو پر مهال پینټاګان د امریکا کانګرس ته ویلي چې په تېرو میاشتو کې په پاکستان کې دننه د اورپکو پټنځایونه ډېر زیات خونړي شوي دي؛او په افغانستان کې یې د ناټو ځواکونو لپاره یو مهم ګواښ ور مخامخ کړی دی.

رپورټ یو ځل بیا پر پاکستان د اورپکو د ملاتړ او مرستې تورونه تکرار کړي دي.

په دې رپورټ کې هغه تورونه هم تکرار شوي دي چې د امریکا د ګډو ځواکونو پخواني مشر ایډمرل مایک ملن پر پاکستان پورې کړي ول.

مایک ملن ویلي ول چې د سپټمبر په ۱۳مه په کابل کې پر امریکايي سفارت برید د حقاني اورپکې شبکې کړی وو چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی ملاتړ ورته تر لاسه دی. پاکستان له دې تورونو انکار کوي.

د پینټاګان په دې رپورټ کې ایران هم په افغانستان کې د وسله والو په ملاتړ او مرستې کولو تورن شوی دی.

پر پاکستان تر دې تورونو وروسته د واشنګټن و اسلام اباد اړیکي ترینګل شوي دي.

د پینټاګان دا رپورټ پر ایران هم په افغانستان کې د وسله والو د ملاتړ و مرستې تور پورې کوي. تر اوسه ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG