د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روزګان ولایت کې بهرني سرتېري وژل شوي


سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغان ملي اردو يو تن سرتېري د شنبې پر سهار په روزګان ولايت کې پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ډزې کړې دي چې له امله يې درې تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

د ملي اردو چارواکي وايي چې پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو ډزې د پوځي زدکړو پر مهال شوې دي خو دا لا څرګنده نه ده چې بريد په قصدي توګه شوى او که تېروتنه ده؟

په جنوب کې د ملي اردو د دوه سوه پېنځه اتل قول اردو قومندان بريد جنرال عبدالحميد وردګ مشال راډيو ته وويل چې په دې اړه يې د څېړنو په موخه سيمې ته يوه ډله لېږلې ده .

دى وايي تر اوسه پورې د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس په بريد کې دوه د ناټو سرتېري او يو افغان ژباړن وژل شوي او د ملي اردو د يو افسر په ګډون اووتنه بهرني سرتېري ټپيان دي.

(( تر اوسه پورې دوه سرتېري د ايساف وژل شوي او يو ترجمان وژل شوى دى . ټپيان اوو تنه دي چې يو پکې د ملي اردو صاحب منصب او نور يې د ايساف سرتېري دي ، مونږ د پلټونو د پاره سيمې ته يوه ډله لېږلى دى چې د بريد په اړه څېړنې وکړي ))

د دولت مخالفو وسله والو طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې تر دې وړاندې هم د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېرو پر بهرنيو سرتېرو ورته بريدونه کړي دي چې د زياتو مسوليت يې وسله والو طالبانو منلى دى .
XS
SM
MD
LG