د لاسرسي ځای

تازه خبر

آی ایس آی د طالبانو مرسته کوي، د پاکستان انکار


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره په غونډه کې. د دواړو هیوادونو نور لوړ پوړي پوځي او استخباراتي چارواکي هم ناست دي. هیلري کلنټن د اکتوبر په ۲۰مه په اسلام اباد کې وه.
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره په غونډه کې. د دواړو هیوادونو نور لوړ پوړي پوځي او استخباراتي چارواکي هم ناست دي. هیلري کلنټن د اکتوبر په ۲۰مه په اسلام اباد کې وه.
ملیحه امیر زاده، مشال راډیو

پراګ
- د برتانیې د خبري ادارې بي بي سي د ((پټ پاکستان)) په نامه یو دستاویزي فلم خپور کړی دی.

په دې فلم کې ښودل شوي چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی طالبانو ته پناه ورکوي، هغوي ته سامان او وسله ورکوي او په کیمپونو کې د هغوي تربیت کوي.

بي بي سي دا فلم د څېړنو او له وسله والو طالبانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ کړی دی.

بي بي سي ته د افغانستان په یو پټ جیل کې قید شوي یوه طالب وسله وال ويلي چې آی ایس آی هم په ۲۰۱۱ز کال کې دی ګومارلی وو او د ځانمرګي بریدونو لپاره یې روزلی وو.

جنرال محمود وغوښتل چې موږ سره وویني. نو ده بیا دا وویل چې موږ تاسې سره یو. موږ به له افغانانو سره یو او موږ به له جهاد سره یو. موږ پخوا هم په جهاد کې وو. پاکستان، ما په کتاب کې هم لیکلي چې هغوی دوه مخی سیاست وچلاوه.
دا کس وايي، تر دې مخکې چې دی برید وکړي، ده خپل فکر بدل کړ او بیا د افغانستان امنیتي ادارو ونیوه.

یوه بله طالب قوماندان ملا قاسم بي بي سي ته ویلي آی ایس آی ورسره وسله او د پناه ورکولو مرسته کړې وه. دې بهرتي کړی و. اؤ د ځانمرګي بریدونو لپاره ورته تربیت ورکړل شوی و خو بیا افغان استخباراتي اداری دې ګرفتار کړ. دغه راز یو بل طالب کمانډر ملا قاسم هم بی بی سي ته ویلي پاکستان ورسره وسله او پناه ورکولو کې مرسته کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند، مېجر جنرال اطهر عباس
د پاکستان د پوځ ویاند، مېجر جنرال اطهر عباس
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو آی ایس پي آر مشر مېجر جنرال اطهر عباس وايي، دا رپورټ ناسم دی او پر ریښتیا نه دی ولاړ: (( زه به دا ووایم چې د دې رپورټ باوري کېدل تر پوښتنې لاندی دې. دا رپورټ د ناکافي معلوماتو په اساس جوړ شوی، چې بی بنیاده دي. او له حقیقت سره تعلق نه لري. زموږ په فکر د بد نیتي په مقصد، له مهارت سره درواغ را یوځای شوی دي. په دې کې د هیڅ باوري کس خبره نه ده راخیستل شوی نو ځکه دا رپورټ موږ ردوؤ او یواځې یوه پروپګینډه یې بولو.))

په دې تازه رپورټ او فلم کې له جنرال اطهر عباس سره هم خبرې شوې دي چې په هغه وخت کې یې ویلي ول ((پاکستان خپلې قامي ګټې له پامه نشي غورځولای. ))

دی وايي دا ځکه چې دا د دوی خپله سیمه ده.

د قامي ګټو په اړه اطهر عباس مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې سوله راوستل د دوی لومړیتوب دی: (( پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو په هدف کار کوي. او په دې لړ کې موږ دا څرګند کړي چې هغه هر څه چې د دې مقصد د تر لاسه کولو په ترځ کې کولای شو، د خپل افغان اړخ هره شونې مرسته به کوو.))

د بي بي سي په دې رپورټ کې ویل شوي، پر افغانستان د امریکا تر حملې وروسته د پاکستان د آی ایس آی مشر جنرال محمود احمد یوې پټې غونډې ته لاړ.

په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا ضعیف وايي پاکستان ورسره دوه مخی سیاست وچلاوه.
په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا ضعیف وايي پاکستان ورسره دوه مخی سیاست وچلاوه.
رپورټ وايي، په اسلام اباد کې د افغاني طالبانو د رژیم له سفیر ملا عبد السلام سره جنرال محمود احمد لیدلي ول.

ملا ضعیف وايي: ((جنرال محمود وغوښتل چې موږ سره وویني. نو ده بیا دا وویل چې موږ تاسې سره یو. موږ به له افغانانو سره یو او موږ به له جهاد سره یو. موږ پخوا هم په جهاد کې وو. پاکستان، ما په کتاب کې هم لیکلي چې هغوی دوه مخی سیاست وچلاوه.))

په پاکستان کې د دفاعي چارو کار پوه او د پاکستان د پوځ پخوانی لوړ رتبه سرتېری برېګېډیر محمود شاه هم د بي بي سي د دې رپورټ په اړه هسې دریځ څرګند کړ چې اطهر عباس کړی دی: ((زما په خیال، [تور] لګول خو دومره ګرانه خبره نه ده. دغه شان رپورټ خو پاکستان هم جوړولی شي. دا چې په دې رپورټ کې دوی د طالبانو کوم نومونه ورکړي دي، دا څوک پېژني هم نه چې دا کوم طالبان دي.))

برېګېډیر محمود شاه د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پر پخواني مشر هم د پاکستان- دښمنۍ تور پورې کړ: ((په اینټیلي جنس [استخباراتو] کې دوی نوم اخلي د امر الله صالح!! او امر الله صالح مشهور دی د پاکستان- دښمنۍ لپاره. نو زما په خیال [پر دې رپورټ] دومره یقین نشي کېدای او نه [یې هم] پاکستان پر کوي.))

د القاعده مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه په اېبټ اباد کې ووژل شو.
د القاعده مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه په اېبټ اباد کې ووژل شو.
د بي بي سي دا رپورټ وايي، د پاکستان په اړه دا شک چې له طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره اړیکي لري او د هغوی ملاتړ کوي، لومړی په ۲۰۰۲ز کال کې مخې ته راغلی وو چې بیا وروسته امریکايي استخباراتو ثابت هم کړ.

ورځې مخکې د امریکا د ګډو ځواکونو پخواني مشر ایډمرل مایک ملن مستقیماً پر پاکستاني استخباراتي ادارې آی ایس آی تور پورې کړ چې د حقاني له اورپکې شبکې سره تړاو لري او ملاتړ یې کوي.

دې تور د امریکا و پاکستان ترینګل اړیکي لا نور پسې خړ پړ کړل.

دا چې دا رپورټ به د امریکا و پاکستان تر منځ اړیکو ته څه زیان ورسوي او که نه؟
د پاکستان او امریکا تر منځ چې کوم سټریټيژیک ډایلاګ [خبرې] دی هغه خو به زما په خیال خپل طرف ته روان وي. او که نه وي هم روان، نو پاکستان اوس تنګ راغلی دی، د امریکا [له] سیاسته چې پاکستان سره یې کوي.


برېګیډیر محمود شاه وايي: (( د پاکستان او امریکا تر منځ چې کوم سټریټيژیک ډایلاګ [خبرې] دی هغه خو به زما په خیال خپل طرف ته روان وي. او که نه وي هم روان، نو پاکستان اوس تنګ راغلی دی، د امریکا [له] سیاسته چې پاکستان سره یې کوي. د پاکستان خلک اوس په امریکا هم ډېر باور نه کوي. او وایي چې د امریکا له وجې پر پاکستان دا تورونه لګول [کېږي] او بل طرف ته دا نه ګوري چې پاکستان ته څومره نقصان رسیدلې دی. که امریکا پر یقین کول غواړي او که نه، [دا د] هغوي خپله خوښه ده. خو پاکستان په خپله باندې په دې سلسله کې څه نه کوي.))

د بي بي سي په دې فلم کې د امریکا د استخباراتي ادارې د پخواني یوه مشر بروس ریډل خبرې هم را خیستل شوې دي. دی وايي، له پاکستان سره یې په بیا بیا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه مالومات شریک کړي ول خو وروسته بیا د دوی اهداف هغه ځای کې نه ول چې دوی به پر برید کاوه.

د روان زېږیز کال (۲۰۱۱) د مې په دویمه د امریکا ځانګړو ځواکونو د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې عملیات وکړل او د القاعده مشر اسامه بن لادن یې وواژه. تر دې وروسته د سپټمبر په ۱۳مه په کابل کې د امریکا پر سفارت د شوي برید پړه امریکا پر حقاني اورپکې شبکې واچوله او ځېنو امریکايي چارواکو وویل چې دا برید د آی ایس آی په ملاتړ شوی وو چې ترې پاکستان انکار کوي.
XS
SM
MD
LG