د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ولسمشر کرزي په مرکه غبرګون


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
مجیب الرحمان انګار،پيښور

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان له جیو تلويزیون سره د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ مرکې په افغانستان او نړۍ کې ګڼې پوښتنې راپورته کړي ، چې ویلي یې وو که په پاکستان د امریکا لخوا حمله کېږي نو افغانستان به د پاکستاني ولس ملاتړ کوي.

د پاکستان ځینې سیاستوال او د چارو کتونکي د نوموړي دغه څرګندونې پرځای او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په لړ کې ګټورې بولي.

د پاکستان د پيپلز ګوند د یوې څانګې مشر او ددې هیواد د کورنیو چارو پخواني وزير آفتاب احمد خان شير پاو وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلیو اړیکو او بدبینیو د له منځه وړلو په لړ کې د حامد کرزي څرګندونې د ستایلو وړ دي.،

د پاکستان ولس د کرزي صیب ددې خبرو ډير تود هرکلی کړی او هم یې په حکومتي کچه یو څه اثرات لیدل کیږي،زما په نظر د دواړو هیوادونو خیر په دې کې دی چې له یو بل سره د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي ،ښې اړيکې ولري او داسې لارې چارې ولټوي چې په هغې سره په سیمه کې تل پاتې سوله قایمه شي
افتاب شیرپاو وویل،افغانان له تیرو څو لسیزو راهیسې پرله پسې جنګونو ډير ځپلي او اوس ددې وخت دی چې ټول افغان ګوندونه سره یو موټی شي دا نه چې د ولسمشر کرزي دغه څرګندونې دخپلو شخصي مقاصدو او ګټو لپاره ناسمې تعبیر کړي.

د پاکستان مسلم لیګ ق ډلې مرستیال او پخوانی مشاور وزیر اجمل وزیر هم په دې باور دی چې د کرزي دغه څرګندونې به په سیمه کې د سولې او کرارۍ د رامنځته کیدو په لړ کې ګټورې ثابتې شي،

کرزي صیب په ډير حساس وخت کې داسې خبرې کړي چې له یوه مدبر سیاستواله یې تمه کیدی شي، تیره ورځ ما له خپل صدراعظم څخه په دې باب داسې خبرې واوریدې چې ددې مرکې هرکلی یې کاوه او خوښي یې څرګنده کړه نو زما په نظر د دا هرڅه په سیمه کې د سوکالۍ او امنیت رامنځته کیدو په لړ کې یو ښه پرمختګ دی او باید چې وستايل شي

خو له ولسمشر حامد کرزي سره د شوې مرکې مرکچي او د جیو ټي وي خبریال سليم ساپی وايي چې کرزي د خپلو پخوانیو ټولو هغو په نسبت په دې مرکه کې پاکستان ته په ډيره تنده لهجه سخت ګواښونه او دړکې ورکړې او کرزي وویل ټولې هغه سخت دریځې وسله والې ډلې چې د افغانستان امنيت یې له ګواښ سره مخامخ کړی په پاکستان کې پناه ځایونه لري ،


په دې مرکه کې حامد کرزي په څرګندو ټکیو سره پر پاکستان خپلې نیوکې تکرار کړې او داسې خبرې یې وکړې چې کیدی شي تر اوسه به یې نه وې کړې. خو ترڅنګ یې پاکستان ته دا پيغام ورکړ چې که تاسې د هند او امریکا په باب د افغانستان په دریځ کې کومې اندېښنې لرئ نو که تاسو چیرته صادقانه له موږ سره همکاري وکړئ نو افغانستان او د افغانستان دولت تر دې حده له تاسو سره دریدو ته حاضر دی

نوموړی وايي کرزي په څرګندو ټکیو کې وویل چې که پر پاکستان دکوم بهرني هیواد له لوري حمله کیږي نو افغانان به خپلو پاکستانیو وروڼو ته په خپله غیږ کې ځای ورکوي نه دا چې د امریکا یا هند پر وړاندې به د پاکستان د دولت وسله وال ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG