د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان و افغانستان کې دمولانا فضل الرحمان دریځ


د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان
د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان


بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو

پراګ :: د پاکستان د مذهبي ګوند ً جمعیت علماء اسلام ً مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ په پېښور کې د خپل ګوند یوې غونډې ته د وینا په ترڅ کې وویل دوی په پاکستان کې د قانون په چوکاټ کې دننه له سیاسي لارې د بدلون راوستلو لپاره هلي ځلي کوي او د هغه په خبره په افغانستان کې چې وسله وال طالبان څه کوي هغه سم دي او دوی یې ملاتړ کوي.

د پښتنو ملتپالی ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په ډاګه وايي چې پاکستان په افغانستان کې لاس وهنه کوي.

د جمعیت علماء اسلام امیر مولانا فضل الرحمان د خپلې وروستۍ وینا په ترڅ کې که یو پلو په پاکستان کې دننه د وسله والو ډلو غندنه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان ټول مذهبي ګوندونه او د دیوبند علماء پر دې په یوه خوله دي چې په پاکستان کې به د قانون په چوکاټ کې دننه د امن په فضا کې له سیاسي لارې د بدلون لپاره هلي ځلي کیږي . نو بل پلو یې وویل چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بشپړه ملاتړ کوي.

د مذهبي چارو له کارپوه ډاکټر قبله ایاز څخه وايي چې مولانا فضل الرحمان دغه اوسنی څرګندونې نوې نه دي.

هغه وویل ، دوی دا وايي چې په افغانستان کې یو بیروني طاقت حمله اور شوی دی. نو که د بیروني طاقت پر ضد چیري یو ډله راپاڅي ، کوشش او هلي ځلي کوي نو هغه خو د ستاینې وړ دي. خو دوی وايي په پاکستان کې یو پارلماني جمهوریت دی. یو آئین دی او انتخابات هم کیږي او بیروني طاقت هم حمله اور نه دی. نو له دې وجې دوی وايي چې دلته کوشش په آئني او جمهوري لاره په کار دی. او دا د دوی نوی نه بلکه یو پخوانی دریځ دی.

د سیاسي چارو کارپوه خادم حسېن بیا وايي چې په افغانستان کې هم جمهوریت او پارلمان موجود دی. که هغه څوک نه مني نو دا د افغانستان د ټول نظام د نه منلو برابره ده.

هغه وویل ، په دې کې تضادات دوه دي. یو تضاد خو دا دی چې په افغانستان کې دولت جوړ شوی دی. هلته انتخابات شوي دي او هلته ولسي جرګه موجود ده. که ولسي جرګه نه مني نو بیا خو د افغانستان د ټول نظام د نه منلو خبره ده. دوی تضاد دا دی چې کله امریکايي پوځونه نه وو راغلي او هلته د طالبانو حکومت موجود وو ، نو په هغه صورت کې ورسره اتفاق کول یا هغه جایز ګڼل ، نو که دا به شرعي توګه جایز وي نو بیا خو په پاکستان کې هم د طالبانو حکومت په کار دی. نو زما خیال دی چې دوی په پاکستان کې د طالبانو حکومت نه غواړي او په افغانستان کې یې ځکه غواړي چې دوی هلته لاس رسي او هلته خپل سیاسي اختیار ولري ، او د دوی په وینا د هند اثر کم کړي او منځنۍ اسیا ته لاره پیدا کړي.

د پښتنو ملتپالی ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په ډاګه وايي چې پاکستان په افغانستان کې لاس وهنه کوي.

د هغوی دریځ د ګوند د مشر محمود خان اڅکزي له هغې خبرې څرګند دی چې د سپټمبر پر ۲۹مه نېټه یې د پاکستان د ټولو ګوندونو غونډې ته وویل ، که آی ایس آی وغواړي نو په یوه میاشت کې دننه په افغانستان کې امن راتلای شي.

د یاد شوي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري اکرم شاه وايي ، یوازې مولانا فضل الرحمان صاحب نه بلکه له زمانو ، پاکستاني ریاست له دهشت ګردۍ ، په افغانستان کې له مداخلته او جارحیته د یوې وسلې په توګه کار اخلي. او دا د پاکستاني ریاست یوه تګلاره ده ، چې دویخدای مه که افغانستان قبضه کول غواړي ، په افغانستان کې د خپلې خوښې یو حکومت جوړول غواړي. نو موږ د دې فکر هر وخت مخالفت کړی دی ، مذمت مو کړی دی او آن تر دې چې مزاحمت مو کړی دی.

په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د امن لپاره د خبرو اترو کولو په خاطر افغانستان او پاکستان یو ګډ کمېشن هم جوړ کړی وو. او پاکستاني چارواکي په بیا بیا وايي چې دوی په افغانستان کې امن او قراري غواړي.

دا چې د مولانا فضل الرحمان له خوا د وسله والو طالبانو د ملاتړ خبره په افغانستان کې د امن د هلو ځلو بر ضد کار دی اوکه نه؟ د سیاسي چارو کار پوه خادم حسېن وویل ، یو پلو خو دوی د رباني صاحب چې کوم د مصلحت یو کمېشن وو چې د کامیابۍ پر لور روان وو ، له هغه سره هم اتفاق شوی وو او مولانا فضل الرحمان په وار وار ویلي دي چې که پاکستان او امریکا وغواړي نو د امن لپاره له طالبانو سره خبرې اترې کولای شي. نو زما خیال دا دی چې د مولانا صاحب دا خبرې په روښتیا د هغه مصلحت پر ضد دي.

د مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې له هغه دوې ورځې وروسته مخې ته راغلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هلري کلنټن اسلام اباد ته د دورې پر مهال پر پاکستان زور واچاوی چې په افغانستان کې دي د امن د خبرو اترو ملاتړ وکړي او په خپله خاوره کې دي د اورپکو پټنځایونه له منځه یوسي.
XS
SM
MD
LG