د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان دې بشري حقونو ته درناوی وکړي.میرمن کلنټن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هلري کلنټن د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف سره د لیدو کتو پر مهال پر دې زور اچولی چې په دې هیواد کې دې بشري حقوقو ته درناوی وشي. د ولسمشر اسلام کریموف رژیم په دې تورن دی چې بشري حقوقو تر پښو لاندې کوي.

مېرمن هلري کلنټن له دې ملاقاته وروسته په تاجکستان کې د مذهبي او بنیادي ازادۍ په اړه له خبریالانو سره په وینا کې وویل.

ً موږ په کلکه باور لرو چې د ټولو خلکو لپاره که هغه ځوانان دي ، که زاړه دي ، نارینه دي او که مېرمنې ، د ټولو لپاره دي د بنیادي ازادۍ په ګډون د مذهبي ازادۍ هم ساتنه وشي ً .


هیلري کلنټن له هغه وروسته چې امریکا اووه کاله وړاندې له ازبکستان څخه د پوځي او نورو مرستو بندیز لرې کړ ، لومړۍ لوړ پوړې امریکايي چارواکې ده چې دې هیواد ته یې سفر وکړ.

دا بندیزونه پر ازبکستان د دې له کبله لګول شوي وو چې ګواکې دا هیواد بشري حقوق تر پښو لاندې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG