د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې نور د افغانستان د ورانولو چلونه پرېږدي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له جیو ټي وي سره په مرکه کې ويلي چې پاکستانیان یې وروڼه دي او د مصیبت په وخت به یې مرسته کوي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له جیو ټي وي سره په مرکه کې ويلي چې پاکستانیان یې وروڼه دي او د مصیبت په وخت به یې مرسته کوي

په داسې حال کې د پاکستان له خاورې پر افغانستان د وروستيو راکټي بريدونو له کبله د دواړو هېوادونو اړيکې کړکېچنې شوي، بله خوا د سولې عالي شورا د مشر برهان الدين رباني په وژنه کې پاکستان په لاس لرلو تورن شوى، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له خصوصي ټلويزيون جیو سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، که پر پاکستان بريد وشو او د پاکستان خلکو د افغانستان مرستې ته اړتيا درلوده افغانستان به د خپلو وروڼو مرسته وکړي.افغانستان مو ورور دى، که څه هم د پاکستان اداره چيانو د افغانستان پرخلاف ډېر څه کړي، خو پاکستانیان خپل وروڼه بولو.افغانستان به هېڅکله د پاکستان د خلکو هرکلى، مېلمه پالنه او درناوى هېر نه کړي، موږ په پاکستان کې پنځه مليونه کډوال درلودل


ښاغلي کرزي دا خبرې په داسي حال کې کړي چې دوې ورځې مخکې یې په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلیري کلنټن سره په خبرو کې د افغانستان د ټولو بدمرغیو او د جګړې د دوام مسوولیت د پاکستان پر غاړه واچاوه. ویې ویل:

ترهګر په پاکستان کې روزل کېږي، مالي مرستې ورکول کېږي، ساتل کېږی او افغانستان ته د حملو لپاره رالېږل کېږي.

د تلې په ١٢مه نېټه (د اکتوبر ۵ نېټه) هند ته افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال له دغه هېواد سره يو ستراتيژيک تړون لاسليک کړ چې دا سند به د افغانستان او هند تر منځ اقتصادي او امنیتي همکاري پیاوړې کړي. دې مسئلې د پاکستان سخت عکس العمل راوپاراوه.

ولسمشر کرزي په دې مرکه کې ويلي چې د طالبانو شورا په پاکستان کې ده، موږ ټول پوهېږو چې حقاني شبکه په پاکستان کې ده، له دې ډلې سره د پاکستان او لوېديځ پر پخوانيو اړيکو هم پوهېږو او اوسنى وضعيت هم رامعلوم دى. له هغو ډلو سره نورې خبرې نه کوو چې مشخص ادرس نه لري او قاصد يې ځان وژونکى وي.

ولسمشر کرزي په عین حال کې شکایت وکړ، چې پاکستاني اداره کوونکو افغانستان ته خورا زیات تاوان اړولی، خو افغانستان یې لا هم ورور ګڼي:

د امريکا او پاکستان ترمنځ د اړيکو خرابوالى، د پاکستان په وړاندې زموږ پر چلند کوم اغېز نه لري. د وروڼو ترمنځ په اړيکو کې دا مسايل راځي، تاسې به وګورئ چې افغانستان به د ستونزې په وخت کې ستاسو سره وي، دا هغه درد دى چې زموږ سره دى، نو پاکستان باید د هغو چلونو کارول ودروي چې موږ ته زيان را اړوي او نن تاسې ورڅخه زيان وينی.

راځئ له يوه نوي چوکاټ او مقصد سره يو شو، داسې يو مقصد چې دوه وروڼه يې يوازې د ښه راتلونکي، سولې او توازن پر لوري د مخکې تګ لپاره کاروي او افغانستان به له تاسو سره وي

ښاغلي کرزي په خپله مرکه کې ټینګار وکړ چې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې به د کوم بل هیواد فرمایش او سپارښتنې ته غوږ ونه نيسي او دا یې خپل خپلواک دریځ دی.

خو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د ازادی ريډیو له خبریال حامد مهمند سره په خبرو کې ویلي چې د ولسمشر کرزي د مرکې ځینې برخې ناسمې خپرې شوې او ناسم پوهاوی ترې اخیستل شوی دی.

ویاند زیاتوي ولسمشر کرزي دا ویلي وو که امریکا پر پاکستاني دولت برید کېږي نو افغانستان به د ضرورت په وخت د خپل پاکستانیو وروڼو مرسته وکړي،چې هغوی ته سره پناه ورکړي.او بل د ولسمشر کرزي ویاندې دا څرګندونې هم رد کړې چې له حقاني شبکې یا نور وسله والو ډلو سره خبرې کول غواړي بلکه ولسمشر پر خپل هغه مخکیني دریځ ولاړ دی چې خبرې به نور له پاکستاني دولت سره کېږي.
XS
SM
MD
LG